د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: د درملنې لپاره ترکیې ته تللی وم


په هوايي ډګر کې د ښاغلي دوستم تود هرکلی وشو
په هوايي ډګر کې د ښاغلي دوستم تود هرکلی وشو

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، له خپلو پلویانو وغوښتل چې د حکومت ضد مظاهرې ختمې او تړل شوې لارې بېرته پرانیزي.

ښاغلی دوستم د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۲۲) کابل ته راغی اوهوايي ډګر کې یې تود هرکلی وشو. نوموړي وویل چې د ځینو روغتیايي ستونزو له کبله په ترکیه کې یې "یو کال او درې میاشتې" تېرې کړې.

هغه وویل ډاکټرانو یې معاینات وکړل او د هغوی سپارښتنه دا وه چې باید په ترکیه کې پاتې شي چې بیا بیا یې معاینات وشي. خو ښاغلي دوستم ونه ویل چې روغتیایي ستونزه یې څه وه.

جنرال دوستم له حکومت څخه هم مننه وکړه چې هغه ته یې د ښه راغلاست مراسم نیولي وو. هغه له هوايي ډګر څخه مستقیمآ خپل دفتر ته ولاړ. په مراسمو کې د هغه دوو مخکښو سیاسي ایتلافیانو عطا محمد نور او محمد محقق هم برخه لرله.

ښاغلي دوستم همدغه راز په فاریاب کې د خپل یو قومندان نظام الدین قیصاري نیونه غیرعادلانه وبلله او زیاته یې کړه چې هغه د ناسمو معلوماتو په اساس نیول شوی دی. خو هغه له خپلو پلویانو مننه وکړه چې د هغه او قیصاري په ننګه یې مظاهرې وکړې.

شاوخوا درې اونۍ مخکې د افغانستان ځانګړو ځواکونو ښاغلی قیصاري امنیتي مقاماتو ته د ګواښونو او ځینو نورو تورونو له کبله ونیوه او کابل ته یې انتقال کړ.

له هغه وروسته، د جنبش پلویانو د شمال په ځینو ولایتونو کې د دوستم راستنېدو او قیصاري د پرېښودلو لپاره مظاهرې وکړې او لارې یې وتړلې.

خو نوموړي پر خپلو ټولو پلویانو غږ وکړ چې لارې خلاصې کړې او بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي. هغه همدغه راز په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره سوله باید د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې وي.

جنرال دوستم څه باندې یو کال مخکې د خپل سیاسي رقیب احمد ایشجي د جنسي ځورونې د تورونو له کبله ترکیې ته "تبعید" شو. هغه تېرکال مزار ته د تللو هڅه وکړه خو الوتکې ته یې اجازه ورنکړل شوه.

د هغه د ښه راغلاست مراسم د افغانستان ملي تلویزون ژوندي او همهاله خپرول.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG