د لاس رسي وړ اتصالات

د هالنډي پوځیانو له خوا د ملکي افغانانو د احتمالي وژنې پلټنه کیږي 


د هالنډ د دفاع وزارت ددې هیواد له څارنوالانو غوښتي چې د یو متقاعد هالندي پوځي د ادعاو په اړه پلټنې وکړي چې وایي هالنډي پوځیانو په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي دي.

د هالنډ د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۳ (مرغومي ۳) اعلان وکړ چې د هغو تورونو په اړه یې پلټنې پیل کړي چې ګواکې یو هالنډي سرتیري په ۲۰۰۷ کال کې د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې پر کورونو باندې په درندو وسلو ډزې کړي چې ښایي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوې وي.

د یوې هالنډۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه دغه متقاعد هالنډي پوځي ویلي دي چې ورته امر شوی و چې د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې پر کورونو باندې په درندو وسلو ډزې وکړي، ځکه د هغه په وینا امرینو یې پدغه ځای کې د طالبانو د شتون په اړه شک درلود.

ددغه پخواني پوځي په وینا د ارزګان ولایت د چوره ولسوالۍ پر کلي باندې د توپ د ډزو امر یواځې د طالب جنګیالیو د رادیوي مکامو د اوریدلو پر اساس ورکړل شو او ددغو بریدونو په ترڅ کې ددغه کلي نه پر هالنډي سرتیرو هیڅ ډز ونشو.

ددغې مرکې د خپریدو وروسته د هالنډ د دفاع وزارت وویل چې د هالنډي سرتیرو په واسطه د ملکي کسانو وژنه ډیره جدي ګڼي او څارنوالانو ته یې امر کړی چې دغه مسله وپلټي.

د هالنډ د دفاع وزارت په یو بیان کې اعلان کړی دی چې د پیښو په هکله د هالندي سرتیرو د رپوټ ورکولو طریقه هم باید وارزول شي.

دا پداسې حال کې دي چې د استرالیایي پوځیانو په واسطه د "افغان ملکي وګړو او بنديانو د وژنې" په هکله د استرالیا د دفاع وزارت د رپوټ د خپریدو وروسته د هغه هیواد د ځانګړو ځواکونو لس تنه منسوبین د پوځي خدمت نه وایستل شول.

د استرالیا د دفاع وزارت تحقیقاتي رپوټ چې څلور کاله پرې کار شوی او تیره میاشت خپور شو په کې ویل شوي چې استرالیایي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر وخت ۳۹ بندیان او ملکي افغانان وژلي دي.

د هالنډ صدراعظم مارک روته، تیره میاشت ویلي وو داسې هیڅ نښه نښانه نشته چې په افغانستان کې د هالندي سرتیرو له خوا ددې ډول جنایتونوکول په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG