د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو په نه پرانیستل کېدو اندېښنه ښودلې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ښوونځیو د پرانیستلو هر کلی کړی، خو د نجونو په مخ د ښوونځیو نه خلاصېدو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي چې د هلکانو ښوونځي د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷) بیرته پرانیستل کیږي خو په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د نجونو ښوونځي به هم بیرته پرانیستل شي که نه.

یونیسف په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې ښوونځيو ته د افغان نجونو تګ باید له پامه ونه غورځول شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلامیه کې ویل شوي: "موږ ډېر اندېښمن یو چې ممکن په اوس مهال کې زیاتو انجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورنکړل شي."

یونیسف ټینګار کړی چې انجونې باید شاته پاتې نشي او په خبره یې باید ټولې انجونې زده کړو ته لاس رسی ولري ځکه ښځينه ښوونکو ته اړتیا لیدل کیږي.

په بیان کې ویل شوي چې تر بشري ناورین مخکې ۴.۲ میلیون افغان ماشومان له ښوونځيو څخه محروم و چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

یونیسف زیاته کړې چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او په وینا یې د ښوونځیو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په ښوونځيو کې د ماشومانو شمېر له یو میلیون څخه ۹.۵ میلیون ته لوړ شوی دی.

یونیسف په ټولو اړخونو غږ کړی چې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو لپاره د تعلیم ملاتړ وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا یادو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې د نجونو ښوونځي به هم ډېر ژر پرانیستل شي.

پر همدې مهال د پوهنې وزارت رهبرۍ د دغه وزارت له ټولو نارینه کار کوونکو څخه غوښتي چې سر له سبا دوشنبې خپلو دندو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG