د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې ناپېژنده وسله‌والو ۱۰ ماین پاکان وژلي ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بغلان امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې پر کار کوونکو د ناڅرګندو وسله والو کسانو د برید خبر ورکوي.

د چارواکو په وینا په دغه برید کې د «هلوټرست» په نوم د ماینونو پاکولو موسسې ۱۰ کار کوونکي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن چهارشنبه جون نهمه (غبرګولې ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تیره شپه رامنځته شوې ده.

بشارت زیاته کړه: " تیره شپه لس بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شیر جلال سیمه کې تروریستانو د ماین پاکولو پر یو کمپ برید کړی دی، د ماین پاکۍ د کار کوونکو شمېر ۱۰۰ تنه و، وروسته یې یو اطاق ته اچولي چې له امله یې ۱۰ تنه شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي."

هغه وویل چې د پېښې ټپيان د بغلان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

که څه هم د بغلان سیمه ییز چارواکي د دغه برید مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

تر دا مهاله د «هیلوټرست» موسسې هم په دې اړه څه نه دي ویلي. او د برید مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د «هیلوټرست» موسسه د تیرو ۳۰ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د ماینونو پاکولو په برخه کې فعالیت کوي او د کار کوونکو شمېر یې څه باندې درې زرو تنو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG