د لاس رسي وړ اتصالات

نومبر کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ۵۰ فیصده کمه شوې – راپور


یوناما وايي،د ۲۰۱۸ کال په لومړیو نهه میاشتو کې ۶۴۹ ملکي افغانان د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.
یوناما وايي،د ۲۰۱۸ کال په لومړیو نهه میاشتو کې ۶۴۹ ملکي افغانان د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې "سي پي اې جي" په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه د نومبر د میاشتې په راپور کې، چې نن د یکشنبې په ورځ ( لیندۍ ۱۱ مه) یې خپور کړی ویلي، چې د اکتوبر د میاشتې په پرتله تېره میاشت کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه پنځوس فیصده کمه وه.

"سي پي اې جي" ډلې په دغه راپور کې ویلي، چې د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې ۲۱۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیزاحمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تېره میاشت زیات شمېر ملکي افغانان د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو او د وسله والو مخالفینو په ځانمرګو بریدونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلي تسل وویل:" له نېکه مرغه د نومبر په میاشت کې ملکي تلفات د نورو میاشتو په پرتله کم وو، په نومبر میاشت کې مونږ شاوخوا ۴۰۰ تنه ملکي تلفات لرل".

دې ډلې د اکتوبر په میاشت کې د ۲۷۳ملکي وګړو د وژل کېدو او ۵۵۰ نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی وو.

راپور: په نومبر کې ۲۱۲ ملکیان وژل شوي‌ او ۲۱۳ نور ټپیان شوي
راپور: په نومبر کې ۲۱۲ ملکیان وژل شوي‌ او ۲۱۳ نور ټپیان شوي

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د راپور له مخې تېره میاشت زیات شمېر ملکیانو ته په کابل کې په ځانمرګو بریدونو او هلمند کې په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله اوړېدلې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې "سي پي اې جي" د دغه راپور له‌مخې شاوخوا ۱۵۰ ملکي وګړي یوازې د کابل د اورانوس د ودونو په هوټل کې د حضرت محمد (ص) د میلاد په غونډه باندې په ځانمرګي برید کې مړه او ټپیان شوي دي.

همداشان دا راپور وايي، چې د هلمند ولایت د ګرمسېر او نادعلي په ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو په بمباریو کې ۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

د هلمند په ګرمسېر کې د ملکي‌ تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورنه

د هلمند چارواکي‌ وايي، په باباجي کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنې کوي

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې" سي پي اې جي" په ډله کې شل غیر حکومتي ادارې او مدني ټولنې غړیتوب لري او د تېر کال د لومړیو میاشتو راهیسې هره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروي.

د دغې ډلې سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی"یوناما" هم د ۲۰۰۹ کال راهیسې په هرو دریو میاشتو کې د ملکي افغانانو د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروي.

تر دې مخکې یوناما په یو راپور ویلي و چې د ۲۰۱۸ کال په نهو لومړیو میاشتو کې ۶۴۹ ملکي افغانان په جګړه کې د ښکېلو خواو ترمنځ په وسله والو نښتو کې وژل شوي.

XS
SM
MD
LG