د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې د طالبانو برید کې د ملي اردو ۱۲سرتېري وژل شوي


په بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.

د باغیس والي عبدالغفور ملکزي د جمعې په ورځ د «غوايي پر ۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې د ملي اردو یادو سرتېرو تېره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ په «اکازو» سیمه کې یوې امنیتي پوستې ته اکمالات کول چې د طالبانو له برید سره مخ شول.

ښاغلي ملکزي زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو له‌مخې په دغه نښته کې د ملي اردو ۱۲ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل، چې سیمې ته د کمکي سرتېرو په رسېدو طالبان د نښتې له ځایه تښتېدلي دي او سیمه دا مهال د افغان سرتېرو تر کنټرول لاندې ده.

طالبانو د دغه برید د مسؤلیت په منلو سره ویلي چې په دغه نښته کې ۲۰ کومانډويي سرتېري وژلي او ګڼ شمېر پوځي وسایل یې هم وړي دي.

د باغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې طالبان پر داسې مهال دغه برید کوي چې د افغانستان دفاع وزارت د روانې میاشتې پر ۷ مه نېټه له دغې ولسوالۍ څخه په بشپړه توګه د طالبانو ایستلو خبر ورکړ.

بالامرغاب تېره میاشت د افغان سرتېرو او طالبانو د سختو نښتو شاهده وه.

د بادغیس په ګاونډي د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې هم د طالبانو په حمله کې درې تنه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي، څلور نور ټپیان شوي او دوه طالبانو نیولي دي.

د غور د والي ویاند وايي، چې دغه سیمې ته د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره طالبان له سیمې تښتېدلي دي.

د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې په فراه ولایت کې هم د طالبانو په برید کې دری ملي پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د فراه ښار په ریګي سیمه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د غور او فراه د پېښو مسؤلیت هم منلی دی.

XS
SM
MD
LG