د لاس رسي وړ اتصالات

د بالامرغاب جگړې دوهمې ورځې ته غزیدلي دي


په بالامرغاب کې افغان امنیتي ځواکونه - عکس: ارشیف
په بالامرغاب کې افغان امنیتي ځواکونه - عکس: ارشیف

په بادغیس ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوهمې ورځې ته غزیدلي او افغان مقاماتو ویلي دي چې سیمې ته یې کمکي ځواکونه استولي دي.

دغه نښتې د پنجشنبې په ورځ سهار هغه وخت پیل شوې چې طالبانو د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو حمله وکړه.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ ته وویل چې طالب وسله وال د ولسوالۍ د بازار خولې ته نژدې شوي دي او له افغان ځواکونو سره په جګړې بوخت دي.

ښاغلي شهابي وویل چې په دغې جګړې کې ۳۲ طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. هغه وویل په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ افغان سرتيري هم وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

په همدې حال کې د بادغیس د ولایتي شورا ځینې غړي وایي چې طالب وسله وال د ولسوالۍ بازار ته ننوتلي او د امنیې قوماندانۍ په ګډون ځینې ودانۍ د افغان ځواکونو سره دي او نورې یې طالبانو نیولي دي. دوی د افغان ځواکونو مرگ ژوبله ٣٢ تنه ښودلې ده.

خو د رویترز اژانس د بالامرغاب ولسوالۍ د ولسوال په وینا لیکلي چې تر اوسه ٣٦ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې پدغو نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، خو زیاته کړې یې ده چې د تلفاتو شمیره به د عملیاتو له پای ته رسیدو وروسته اعلان کړي.

طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ پر امنیتي پوستو باندې د برید مسولیت منلی دی. دغه ډله د امریکایي استازو سره د سولې د مذاکراتو سره جوخت په افغانستان کې خپلو بریدونو ته هم دوام ورکوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د طالبانو سره د سولې د هر ډول موافقې لپاره باید په ټول افغانستان کې اوربند وشي.

ښاغلی خلیلزاد د جمعې په ورځ اسلام آباد ته تللی چې د پاکستاني مقاماتو سره د طالبانو د سولې د مذاکراتو په هکله خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG