د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات د 'اوبه' ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو برید کې وژل شوی


د اوبه وژل شوی امنیه قوماندان محمد رفیق الکوزی
د اوبه وژل شوی امنیه قوماندان محمد رفیق الکوزی

د هرات ولایت د «اوبه» ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده نن دوشنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ لسمه) ویلي چې محمد رفیق الکوزی نن سهار د دندې پرمهال له طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.

د نوموړي سره په دغه نښته کې یو بل پولیس هم ټپي شوی دی.

د یو بل خبر له مخې په بادغیس ولایت کې د ملي اردو د دریمې لوا رئیس ارکان عبدالبصیر نورستاني هم تېره شپه د هاوان مرمۍ لګېدو له امله وژل شوی دی.

په سیمه کې د ملي اردو چارواکو ویلي چې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د ملي اردو ۸ نور سرتیري هم ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي چې هاوان د طالبانو لخوا ویشتل شوی، خو خپله طالبانو تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG