د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات د غوریان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ سرپرست ووژل شو


غوریان له ایران سره پر پوله هرات ښار ته تر ټولو نژدې ولسوالي ده.
غوریان له ایران سره پر پوله هرات ښار ته تر ټولو نژدې ولسوالي ده.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د غوریان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدلاحد ولي زاده نن جمعه جنورۍ ۸( مرغومې ۱۹) ویلي چې نقیب الله سلطان زوی تیره شپه په غوریان ولسوالۍ کې له درې نورو پولیسو سره د طالبانو سره جګړه کې وژل شوی دی.

ولي زاده زیاته کړه چې په دغه نښته کې د یو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه خپرېدو په شرط وویل چې په غوریان ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو برید کې پنځه نور پولیس هم ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دا مهاله د هرات په غوریان ولسوالۍ کې پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

غوریان له ایران سره پر پوله هرات ښار ته تر ټولو نژدې ولسوالي ده.

XS
SM
MD
LG