د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې طالبانو یوه پوسته سوځولې او اته سرتیري یې ځان سره بیولي


ارشیف
ارشیف

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو تیره شپه د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو یوه امنیتي پوسته سوځولې ده.

د هرات ولایت د غوریانو ولسوال فرهاد خادمي امریکا غږ ته وویل په دې پوسته کې د سرحدي ځواکونو ۱۵ سرتیرو حضور درلود چې طالبانو یو سرتیری وژلی او اته نور یې له ځان سره ژوندي بیولي دي.

ښاغلي خاتمي زیاته کړه چې شپږ نور سرتیري ورک دي او د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته.

د هغه په وینا طالبانو د دغې امنیتي پوستې تجهیزات له ځان سره وړي او پوستې ته یې اور ورته کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو پېښه تائید کړې او د څیړنو لپاره یې سیمې ته د ملي اردو یوه امنیتي دله استولې ده.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي اردو دغه امنیتي پوسته د هرات ولایت د غوریانو له ولسوالۍ څخه ۱۲۰ کیلو متره لرې د موس اباد په سیمه کې له ایران سره په پوله موقعیت لري.

زابل او وردګو کې موټربم چاودنې

د زابل او میدان وردګو چارواکي وايي چې په دغو ولایتونو کې د افغان ځواکونو ۹ سرتیري په موټر بم بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د زابل امنیه قوماندان حکمت‌الله کوچي امریکا غږ ته وویل چې نن سهار د دغه ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په نورک سیمه کې د پوليسو پر یو مرکز د موټر بم چاودنې له امله پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د غه په وینا طالبانو له تیرې شپې راهیسې په دغې سیمه کې د پولیسو پر مرکز ډله‌ییز برید پیل کړی دی او نن سهار یې غوښتل چې د هاموې ټانک په وسیله موټر بم برید وکړي خو هدف ته له رسېدو مخکې یې چاودنه کړې او پنځه پولیس ټپيان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې نن سهار شاوخوا څلور بجې په میدان وردګو کې هم د موټربم ورته چاودنه کې څلور افغان نظامیان ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت ویاند وحید‌الله شریف‌زي امریکا غږ ته وویل بریدګرو غوښتل چې د میدان وردګ د دویم نمبر لویې لارې په کوته عشرو سیمه کې د ملي اردو پر یو مرکز برید وکړي خو هدف ته له رسیدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا پیژندل شوي دي.

د هغه په وینا په دې چاودنه کې څلور افغان نظامیان ټپیان شوي دي.

ښاغلي شریف‌زي دغه راز وویل په سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې چې په کې د دغې ډلې اته جنګیالي وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو د دغو بریدونو په تړاو تراوسه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG