د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو پر تړل کېدو د 'اوچا' اندېښنه


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا «اوچا» وايي، په سمنګان او نیمروز ولایتونو کې د وسله والو نښتو او مخالفینو د ګواښونو له امله ۲۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

اوچا پخپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د یادو روغتیايي مرکزونو له ډلې ۱۹ یې په سمنګان ولایت او شپږ نور یې په نیمروز کې تړل شوي دي.

راپور وايي، چې د یادو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله په سمنګان کې ۱۸۰زره او او په نیمروز کې ۸۰ زره کسان له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې همدارنګه ویلي، چې تېره اونۍ په زابل ولایت کې هم د وسله والو ګواښونو له امله پنځه روغتیاي مرکزونه تړل شوي، چې بېرته پرانیستل شول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په غور ولایت کې د «چاه» په نوم د یوې روغتیايي موسسې ښځینه ډاکټره د وسله والو په برید کې ووژل شول.

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د امنیت په اړه پر داسې مهال اندېښنې ښودل کېږي، چې د اوچا د راپور له مخې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو ۳۱۹ بریدونه شوي دي.

د راپور له مخې په یادو بریدونو کې ۱۹ روغتیايي کار کوونکي وژل شوي، ۳۱ ټپي شوي او ۳۳ نور تښتول شوي دي.

اوچا همدارنګه ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې په شمال کې د وسله والو نښتو له امله ۶زره کسان له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG