د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو د غرقېدو قضیه؛ ایران د افغان لوري شواهد نه دي منلي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له ایران سره پر پوله په سیند کې د افغان کډوالو د غرقېدو د قضیې په تړاو د افغان حکومتي پلاوي د تحقیقاتو په نتیجه کې راټول شوي اسناد او شواهد د ایران د سرحدي کمیسارۍ له لوري نه دي منل شوي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وویل چې د یادې قضیې په تړاو څېړنې اوس درېیم پړاو ته رسېدلي چې پر وینا یې دا څېړنې به له ډیپلوماټیکو لارو څخه ترسره شي.

هغه وویل: "د دواړو هېوادونو سرحدي کمیسارانو هم پر پوله د پېښې په سیمه کې د همکارۍ په مساعده فضا کې څیړنې ترسره کړې، د څیړنو په بهیر کې افغان کمیسارانو اسناد، شواهد او مدارک خپلو ایراني سیالانو ته وړاندې کړل خو متاسفاه د هغوی د تائید وړ ونګرځېدل، د ۱۳۳۵ کال د سرحدي هوکړه لیک د موادو پر بنسټ دا څېړنې ډیپلوماټیکو مراجعو ته محول کېږي".

ښاغلي هېواد زیاته کړه چې ایراني لوري په تهران کې د افغانستان د سفارت چارواکو ته ویلي ترڅو له خپل اړخه یو جیګپوړی پلاوی د دغې پېښې د څیړلو لپاره وګوماري.

نوموړي دغه راز وویل چې افغان حکومت د پېښې د قُربانیانو کورنیو ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړې او همداشان ورسره یې نقدي مرستې کړې دي.

خو له دې وړاندې د قُربانیانو د کورنیو غړو امریکا غږ ته ویلي وو چې تراوسه یې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

په عین حال کې د افغان حکومت د څیړونکي پلاوي رئیس محمد حمید طهماسي چې خپل تحقیقات یې بشپړ کړي او کابل ته ستون شوی دی امریکا غږ ته وویل، چې د ۴۶ افغان کډوالو له شمېرې د ۱۲ تنو مړي موندل شوي، ۱۶ یې لا هم ورک دي او ۱۷ تنه یې د سیمې د اوسیدونکو په مرسته ژوغورل شوي دي.

ښاغلي طهماسي زیاته کړه چې ایران د افغان حکومت له لوړي پلاوي سره په ګډه د پېښې په اړه له څيړنو ډډه وکړه او له همدې امله دا څیړنې د دواړو هېوادونو د سرحدي کمیسارانو له خوا ترسره شوې.

د هغه پر وینا ایران غواړي چې دا مسله له له سیاسي لارو چارو څخه حل شي: "دا چې پېښه ډېره تراژیدي او غمناکه وه ایراني لوري وړاندیز وړکړ چې مسله ډېره مهمه ده او زموږ له صلاحیت څخه پورته ده. دا قضیه دې د دواړو هېوادونو د سرحدي کمیساریو د ۱۳۳۵ کال د تړون په اساس له ډیپلوماټیکو لارو حل شي".

ښاغلي طهماسي وویل چې د پېښې په تړاو یې د خپلو څیړنو نهايي راپور تیار کړی دی.

له دې مخکې د افغانستان جمهور رئیس غني ویلي وو چې له ایران سره پر پوله په سیند کې د افغان کډوالو د غرقېدو قضیه به د نړیوالو اصولو او قوانینو په اساس تعقیب کړي.

ایران د خپلو سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو شکنجه کول او بیا په سیند کې د هغوی د ګوزارلو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه د ایران په خاوره کې نه ده شوې.

څه موده وړاندې یو شمیر افغان کډوال چې له دې پېښې ژوندي راوتلي وو ادعا وکړه چې دوی او لسګونه ملګري یې ایران ته د اوښتلو پر مهال د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا لومړی شکنجه او بیا سیند ته ګوزار شول.

دا پېښه د نړۍ په کچه په پراخه توګه وغندل شوه.

XS
SM
MD
LG