د لاس رسي وړ اتصالات

په میدان وردګ کې د ملي اردو نهه سرتېري وژل شوي


په دې وروستیو کې په غزني کې د طالبانو حملو زور اخیستی.
په دې وروستیو کې په غزني کې د طالبانو حملو زور اخیستی.

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د سیداباد د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې له امله یې د ملي اردو نهه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حکمت الله دراني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه د سید اباد ولسوالۍ د "مندلي" په سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې دا سیمه هم د طالبانو لاس ته ورغلې وه.

ښاغلي دراني وویل:" سیمې ته تازه دمه ځواکونه استول شوي، چې د دغو ځواکونو د رسېدلو وروسته د " مندلي" سیمه بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده".

​طالب وسله والو هم په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د سیداباد د ولسوالۍ په جګړو کې یې د افغان ځواکونو ۲۳ منسوبین وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دغه جګړه کې یې یوه اندازه وسله هم له افغان ځواکونو نیولي دي.

خو د میدان وردګ ولایت چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني.

د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړي، حاجي احمد جعفري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کابل – کندهار لویه لار، چې د سیداباد له ولسوالۍ څخه تېرېږي د ټرافیکو پرمخ پرانیستې ده، خو ښاغلي جعفري پر دغه ولسوالۍ د طالب وسله والو د نورو بریدونو احتمال رد نه کړ.

د سیداباد ولسوالي د میدان وردګ ولایت له ناامنو ولسوالیو په ډله کې شمېرل کېږي.

میدان وردګ ولایت د غزني ولایت سره ګډ سرحد لري.

په روان کال کې د سید اباد ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو په یو پراخ برید کې ددغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون یو شمېر پولیس ووژل شول.

له تېرو پنځو ورځو راهیسې د غزني ولایت د مالستان او جاغوري په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

​د غزني ولایتي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، چې نن د چهارشنبې په ورځ هم په دغو دو ولسوالیو کې د جګړې سربېره وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني د واغظ د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو هم بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له خوا په شاتمبول شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، وسله وال طالبان د مالستان د ولسوالۍ له مرکز سره نږدې سنګرونه نیولي او د جاغوري په ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو پر وړاندې یو څه پرمختګ کړی دی.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، دغو دواړو ولسوالیو ته تازه دمه افغان ځواکونه رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې نن چهارشنبه په هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په تړوا د دفاع او کورنیو چارو وزیران استجواب کړي و.

د فاع وزیر په غزني او میدان وردګ کې د جګړو په تائید سره وویل چې د مخنیوي لپاره د دوی پوځي عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG