د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان څلور سیمې ملي پارک اعلان شوې


له دې مخکې د بامیانو ولایت هم د ملي پارک په توګه اعلان شوی دی
له دې مخکې د بامیانو ولایت هم د ملي پارک په توګه اعلان شوی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هېواد څلور سیمې د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه اعلان کړې.

دغو ښکلو سیمو کې د نورستان ولایت ځنګلونه، د غزني د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه، د کندز امام صاحب ولسوالۍ او د تخار درقد ولسوالۍ شاملې دي.

نن یکشنبه جون اتمه (غبرګولی۱۹) په ارګ په دې اړه په نیول شویو مراسمو کې ولسمشر غني په چاپیریال ساتنې ټینګار کړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په دې اړه خبرېه شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي: "د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رهبري پلاوی دې د چاپیریال ساتنې په برخه کې لا زیات حرکت وکړي."

  • د نورستان خوندي شوي سیمې

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن دوشنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۹) امریکا غږ ته وویل دا چې د نورستان ولایت ځنګلونه یو له دغو خوندي شویو سیمو څخه دی په دې سیمو کې: "د چاپېریال ساتنې تر لارښوونو لاندې څوک نشي کولی طبیعي زیرمو او ښکلاوې له منځه یوسي یا هم پکې ښارګوټي جوړ کړي."

هغه زیاته کړه دغه سیمه به په طبیعي بڼه ساتل کیږي او د ژوو روزل به هم پکې کیږي.

ښاغلي عبدالقیوم زیاته کړه نورستان کې د نړۍ تر ټولو کمیابه ژوي لکه د واورو پلنګ او د غرڅو څو ډوله ښکلي نسلونه هم لیدل شوي دي.

  • نورستان کې د سیلانیانو لپاره کومې اسانیتاوې شته؟

د نورستان والي له امریکا غږ سره خبرو کې د سیلانیانو لپاره څو مهم ټکي په ګوته کړل: امنیت، سړکونه، د پاتېکېدو ځای او صحي اسانیتاوې.

هغه زیاته کړه:"په نورستان کې امنیت ښه دی زه خپله د مرمۍ ضد موټر نه کاروم او په عادي موټر کې تګ را تګ کوم. سړکونو ته مو باید نوره هم جدي پاملرنه وشي او صحي اسانتیاوې ډېرې شي.

نورستان کې اوس مهال د مېلمنو لپاره درې فعاله هوټلونه شته او د والي په وینا د سږکال تر پایه به دغه شمېر اوه هوټلونو ته ورسیږي.

له دې مخکې د بامیانو ولایت هم د ملي پارک په توګه اعلان شوی دی.

XS
SM
MD
LG