د لاس رسي وړ اتصالات

له هند سره پر پوله څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځي چارواکي وايي، له تېرې ورځې راپدېخوا له هند سره پر کنټرول کرښه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې یاد سرتېري د هندي پوځیانو د ډزو له امله وژل شوي دي.

د دغه هېواد د پوځ ویاند اصف غفور پر خپل ټوېتر ویلي، چې د یاد پوځیانو له ډلې درې تنه یې تېره ورځ او یو سرتېری نن جمعه «د اګست پر۱۶مه»د هندي پوځیانو لخوا وژل شوی دی.

د پاکستان پوځي چارواکو همدارنګه ویلي، چې د دوی د سرتېرو په ډزو کې پنځه هندي سرتېري هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د هند حکومت لا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځي چارواکو د یادو ډزو له امله هندي سرتېري له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

دا په داسې حال ده چې روانه میاشت د هند صدراعظم نریندرا د هند تر ولکې لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ، د هند او پاکستان ترمنځ د یوې بلې جګړې د امکاناتو په اړه بحثونه پاریدلې دي.

پرون د اګست ۱۵مه چې د هند د خپلواکۍ ورځ وه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو د تورې ورځې په توګه وغندله.

بلخوا ټاکل شوې نن جمعه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کشمیر په اړه د بندو دروازو تر شا غیر رسمي غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG