د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت شورا: طالبانو یوه اونۍ کې ۴۲ ملکي وګړي وژلي


عکس(اشریف)
عکس(اشریف)

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۴۲ ملکي وګړي وژلي او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړي دي.

له دغې شورا څخه د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۱مه (چنګاښ لومړۍ) په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې طالبانو دغه شمېر ملکي وګړو ته د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې مرګ ژوبله اړولې ده چې زیات شمېر یې په خوست، هرات، کابل او پکتیا کې دي.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو په اساس دغه کسان د سړک غاړې ماینونو د چاودنې، مخامخ جګړو او د طالبانو له خوا په نښه کولو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغې شورا په بیان کې راغلي: "د غیرنظامیانو په نښه کول د ټولو بشري، دیني، مذهبي او جنګي اصولو او موازینو په خلاف دي چې دغه ډله (طالبان) یې په دوامداره توګه لامل کېږي".

د افغانستان د ملي امنیت شورا ټینګار کړی چې د دغه هېواد په ځینو برخو کې ملکي وګړي په داسې حال کې په نښه کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې د کمولو ژمنه کړې، خو "دغه ډله له دمې پرته د افغانستان د بې‌ګناه او مسلمانو خلکو وژنې او د هغوی په وړاندې جنایت ته دوام ورکوي".

طالبانو تر اوسه د افغانستان د ملي امنیت شورا بیان ته غبرګون نه دی ښودلی.

د وسله‌والو طالبانو له خوا د بریدونو له زیاتوالي سره هم‌مهاله په دې وروستیو کې د افغان حکومت او دغې ډلې ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره هڅې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG