د لاس رسي وړ اتصالات

سرپل کې د طالبانو حمله کې شپږ ملي اردو وژل شوي


د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د جمعې په ورځ د «سلواغې پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل، دغه پېښه چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په ګورکاب سیمه کې رامنځته شوې اوه تنه نور سرتېري پکښي ټپیان شوي‌ هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه حمله د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي ظریف وسله والو کړې وه.

هغه وویل:" دسرپل لپاره د طالبانو د والي د مرستیال مولوي ظریف وسله والو دغه درنه حمله کړې وه چې شپږ ملي اردو پکې وژل شوي‌ او اوه نور ټپیان شوي دي."

پر همدې مهال په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین هم وايي، دغې حملې څلور ساعته دوام وکړ چې وروسته پر شا وتمول شول.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې ۹ وسله وال طالبان هم وژل شوي ۱۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه وویل:" تېره شپه په ګورکاب سیمه کې طالبانو پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې تر سهاره افغان امنیتي سرتېرو پخپلو قربانیو ورڅخه دفاع وکړه، خو په دغه جګړه کې شپږ سرتېري وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي، له طالبانو څخه هم ۹ تنه وژل شوي‌ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي."

وسله والو طالبانو د دغه حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی او د یو شمېر امنیتي پوستو د نیولو او افغان سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي ولسوالۍ چې مرکز سرپل ته نژدې پرتې ولسوالۍ دي د دغه ولایت له نا امنیه سیمو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG