د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې د هاوان لګېدو له امله اوه ملکي وکړي وژل شوي


عکس (ارشیف)

د کاپیسا سیمه‌ ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د واده په مراسمو باندې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله اوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش د یکشنبې په ورځ د مې ۳۰ (غبرګولي نهمه) امریکا غږ ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په انارجوی سیمه کې شوې ده.

عبدالشایق شورش زیاته کړه چې د هاوان مرمۍ طالبانو ویشتې او د واده په مراسمو باندې لګېدلې ده. د هغه په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وویل چې طالبانو غوښتل په سیمه کې امنیتي ځواکونه په نښه کړي.

خو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او مسولیت یې په سیمه کې د میشتو افغان ځواکونو په غاړه اچولی دی.

طالبانو ویلي چې افغان ځواکونو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په ولي کلا سیمه کې د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ ویشتي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ژوبل شوي هم دي.

کابو یوه اونۍ وړاندې په هلمند ولایت کې هم په یوې ورته پېښه کې درې ملکیان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

تګاب د کاپیسا یو له نامنه ولسوالیو څخه ده چې د سیمه‌ ییزو چارواکو په وینا طالبان د دغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې حضور لري او پر افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG