د لاس رسي وړ اتصالات

درې ورځو کې ۴۴ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ بشري حقونه


هلمند شفاخانه ایمرجنسی غیر نظامیان
هلمند شفاخانه ایمرجنسی غیر نظامیان

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د مرغومې میاشتې له ۲۹ مې نېټې څخه بیا د سلواغې میاشتې تر لومړۍ پورې۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

یاد کمېسیون وايي د دوی د معلوماتو په اساس یادو ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په پنځو ولایتونو کې اوښتې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون پنجشنبه ناوخته ویلي چې په یادو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي: "د ځای پر ځای شوي ماینونو، چسپکي ماینونو، د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو او پر کورونو د هاوان مرمۍ لګېدو له امله په ارزګان، کابل، بغلان، ننګرهار او هلمند کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي."

د بشري حقونو کمېسیون د ملکي وګړو خوندیتوب په هدف پر ښکېلو لورو غږ کړی چې بشر دوستانه نړیوال حقوق رعایت کړي او یوځل بیا یې د ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

تر دا مهاله افغان چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

خو دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې تیره ورځ په ارزګان ولایت کې د طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ویلي.

په افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونو یو ځل بیا پر داسې مهال راپورته کیږي چې روانه میلادي میاشت په دوحه کې دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

XS
SM
MD
LG