د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د هاوانونو لګېدو ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغان چارواکي وایي، د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د هاوان مرمیو لګېدو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش نن یکشنبه جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې یاد هاوانونه نن غرمه د وسله والو طالبانو لخوا توغول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "طالبانو پلان درلود چې په سمیه کې پر افغان ځواکونو باندې هاوانونه وتوغوي، دغه هاوانونه د المار ولسوالۍ په بازار کې پر ملکي خلکو باندې لګېدلي دي، دوه تنه ملکي وګړي یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي."

یورش وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل په یادو هاوانونو سره د المار ولسوالۍ مرکز په نښه کړي چې په سیمه کې د خلکو پر کورنو لګېدلې او په وینا یې د ځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبه اروپايي ټولنې پر وسله والو طالبانو غږ کړی و چې د سولې بهیر ته د ښه نیت په ښودلو سره تاوتریخوالی کم کړي.

یادې ټولنې همدارنګه زیاته کړې وه د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د نړیوالې ټولنې غوسه راپاروي.

XS
SM
MD
LG