د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اطفايو د فراه کمرګ کې لګېدلی اور مړ کړ


د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي د یاد ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې خبر ورکوي
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي د یاد ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې خبر ورکوي

په فراه کې چارواکي وایي د دغه ولایت په کمرګ کې لګېدلی اور مړ شو. دا اور څو ساعته بل و.

اور نن شنبه مارچ شپږمه (کب ۱۶) له غرمې مخکې د «ابو نصر فراهي» په بندر کې ولګېده.

د فراه والي‌تاج محمد جاهد وايي‌ چې اور د سونګ موادو درې زیرمې او د سوداګرو دوه ټانګرونه سوځولي دي.

ښاغلي جاهد وویل د ایران له خراسان ولایت څخه اطفايي راغلې وې او د هغوی په مرسته یې دا اور مړ کړ.

نوموړي ‌وویل چې د دغې پېښې د علت معلومولو په خاطر یې لوړ پوړی پلاوی ټاکلی دی.

په اور کې څوک مړه شوي او ژوبل شوي نه دي، خو سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي چې د والي‌په وینا یې لا دقیق ارقام معلوم نه دي.

د فراه والي ‌وویل چې د اور مړه کولو لپاره یې کافي امکانات نلرل او له همدې کبله یې له ایران څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.

د اور له بل کېدو سملاسي‌ وروسته د چارواکو په خبره د افغان سوداګرو موټرونه نورو سیمو ته انتقال شول او د فراه ګمرک تاسیساتو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

پر همدې مهال د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع امریکا غږ ته وویل چې اور ډېر پیچلی و او ښايي افغان سوداګرو ته میلیونونه افغان زیان رسېدلی وی.

شاوخوا درې اونۍ مخکې د هرات د اسلام قلعه ګمرک هم اورلګېدلی و چې له امله سلګونه موټره وسوځېدل.

XS
SM
MD
LG