د لاس رسي وړ اتصالات

۹۰ فیصده افغانان سوله پر ټاکنو غوره ګڼي ـ سروې


یوه تازه سروې ښیي، چي په افغانستان کې۹۲.۷ فیصده خلک د سولې غوښتونکې دي.

په دغه سروې کې له ۳۴ ولایتونو څخه ۵۳۷۹ کسانو ګډون کړی وه، چې "آیا د سولې غوښتونکې دي که د ټاکنو" نظرونه اخیستل شوي دي.

په دغه کسانو کې، چې د سولې په اړه ترې پوښتل شوي دي، ۹۸.۲ فیصدو یې مثبت ځواب ورکړی دی، چې د سولې غوښونکې دي او یوازی ۱.۲ فیصده ګډونوالو له طالبانو سره د سولې مخالفت کړی دی.

په سروې کې بیا ۹۲.۷ فیصده ګډونوال د ټاکنو غوښتونکې دي او ۷ فیصده نور یې بیا ټاکنې نه غواړي.

خو له همدې شمیر کسانو څخه بیا د ټاکنو او سولې د ترسره کېدو پوښتنه شوې، چې ۹۰.۲ فیصدو یې سوله پر ټاکنو غوره ګڼلې او له طالبانو سره د حکومت د سولې او جوړ جاړي غوښتونکې دي.

د نی یا له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشر او د دغې سروې یو ترسره کونکي مجیب خلوتګر په دې اړه وویل:"د دغې سروې اصلي موخه داده، چې د افغانستان د اوسیدونکو غوښتنې د سولې په اړه معلوم شي".

په دغه سروې کې، چې په ټولو ولایتونو کې ترسره شوې ده له کابل څخه ۱۲۹۹ کسانو، ننګرهار څخه ۳۷۸، غزنی او هرات څخه ۳۵۶ کسانو ګډون کړی وه، چې ډیری کسانو سوله په انتخاباتو غوره ګڼلې او د سولې غوښتونکې دي.

دغه سروې، د آریانا ټلویزیون او د آزادو رسنیو د ملاتړ اداری یا نی لخوا ترسره شوې ده.

XS
SM
MD
LG