د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي وايي د افغانستان د امن په موافقې کار کوي


د سعودي د بهرنیوچارو وزیر د ولیعهد محمدبن سلمان سره د دوه ورځو دپاره پاکستان ته ورغلی و.
د سعودي د بهرنیوچارو وزیر د ولیعهد محمدبن سلمان سره د دوه ورځو دپاره پاکستان ته ورغلی و.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي د افغان حکومت او طالبانو ترنځ د امن د ممکنه موافقې لپاره ګډ کار کوي.

د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر عادل الجبیر وایي دوی د پاکستان، افغانستان، امریکا او متحده عربو اماراتو په همغږۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په ممکنه موافقې کې کار کوي چې افغانستان امن کړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۸) په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیوچارو د وزیر سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، سعودي پدې باور دی چې که افغانستان امن شي، نه یوازی د پاکستان دپاره ګټور دی بلکې د سعودي عربستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره اغیزناک دی او د همدې لپاره هلې ځلې کوي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي او ځينې پرمختګونه هم په کې شوي دي.

ټاکل شوې چې وه چې د فبرورۍ په ۱۸ نیټه طالب استازي له خلیلزاد سره په اسلام اباد کې وګوري، خو امریکایي چارواکو دا غونډه لغوه کړه.

پاکستان ته د ولیعهد په سفر کې

په کشمیر کې په هندي نیمه پوځيانو له ځانمرګي برید یوه اونۍ وروسته د سعودي د بهرنیوچارو وزیر ژمنه وکړه چې د هند-پاکستان ترمنځ اختلافات به هم کم کړي. عادل الجبیر وویل داسی لاری چارې لټوي چې د هند او پاکستان ترمنځ جنجال په سوله ایزه ډول حل شي.

د سعودي خارجه وزیر ایران د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او وویل ایران په خپله شاوخوا سیمه کې د تروریزم د خپریدو زمینه سازي کوي. د سعودي دغه جګپوړي پلاوي ایران په سیمه کې د ترهګرۍ ځاله وبلله.

شهزاد ته مډال ورکول

د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۸) د خپل هیواد ترټولو معتبره ملکي مډال د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته ورکړ. د سعودي ولیعهد د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورغی او په پاکستان کې يي د شل میلیاردو ډالرو پورې د پانګې اچولو ژمنې وکړې.

ولیعهد سلمان آسیا ته په خپل لمړني سفر کې د پاکستان سره د شل میلیارده ډالرو پانګونې قرارداد لاسلیک کړ او وی ویل دا پانګونه په لمړي پړاو کې لوی رقم دی او دا به میاشت په میاشت او کال په کال زیاته شي. اکثره قراردادونه د انرژۍ پروژې دي. یوه پکې د تیلو د استخراج نوې پروژه ده.

تر دوه نیم میلیونه زیات پاکستانیان په سعودي کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG