د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: د طالبانو سره سوله دې "په سیمه ایزه سیالۍ" نه بدلیږي


د افغانستان مخکني جمهور رئیس حامد کرزي د طالبانو سره په مذاکراتو کې د پاکستان د رول په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو سره خبرې باید د سیمې د قدرتونو په سیالۍ او پر افغانستان په نفوذ لرلو بدل نشي.

ښاغلي کرزي وویل چې له مخکني مهالویش پرته په اسلام آباد کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات دا خطر لري چې افغانستان سیمه ایزې سیالۍ ته ورټیل وهل شي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د شنبې په ورځ (فبرورۍ ١٦) ښاغلي کرزي په اندیښنې وویل چې "مونږ نه غواړو چې د سولې دغه پروسه د سیالو ځواکونو له خوا په افغانستان باندې د نفوذ لرلو په خاطر یرغمل شي".

ښاغلي کرزي زیاته کړه "مونږ نه غواړو چې افغانستان یو ځل بیا د سولې د بهیر تر نامه لاندې د پاکستان تر نفوذ لاندې شي. ما امریکایانو ته په واضح ډول ویلي چې په افغانستان کې د سولې او دا چې امریکا وغواړي د افغانستان پر سر د پاکستان سره معامله وکړي، ددې ترمنځ توپیر شته".

دغه څرگندونې پداسې حال کې کیږي چې طالبانو اعلان کړی چې ټاکل شوې د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره په اسلام آباد کې وگوري. د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه لیدنه کتنه د پاکستان د دولت په رسمي بلنه کیږي.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې ښایي طالبان د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم اسلام آباد ته د هغه د سفر په ترڅ کې د فبرورۍ په ١٨ وگوري.

"دولت باید له نرمښت نه کار واخلي"

ښاغلي کرزي د افغانستان د یو شمیر سیاستوالو سره یوځای په مسکو کې د طالبانو د استازو سره په یوه غونډه کې گډون وکړ، پدغه غونډه کې د افغانستان د دولت استازو برخه نه درلوده.

طالبان تر اوسه د افغانستان د دولت سره خبرو ته ندي حاضر شوي. خو ښاغلی کرزی وایي طالبان حاضر دي چې د افغانستان د دولت سره په یواځې توگه نه بلکه د افغانانو د سترې مجموعې د یوې برخې په توگه خبرې وکړي، هغه څه چې د ښاغلي کرزي په وینا "بالاخره به د افغانستان د دولت سره په مستقیمو خبرو واوړي چې د هیواد اجرایي قوت دی".

حامد کرزی او د طالبانو استازی شیرمحمد عباس ستانکزی د مسکو په غونډه کې
حامد کرزی او د طالبانو استازی شیرمحمد عباس ستانکزی د مسکو په غونډه کې

خو ښاغلي کرزي وویل چې د افغانستان دولت باید له نرمښت نه کار واخلي.

هغه زیاته کړه "دغې سترې هیلې ته په کتلو سره ...چې د افغانستان د خلکو د وینو تویدل پای ته ورسیږي ...فکر کوم اوس ددې وخت رارسیدلی چې دولت د خپل موقف په هکله بیاغور وکړي او د حل لارې لپاره کوښښ وکړي."

ښاغلي کرزي وویل "د سولې لپاره باید مونږ له نرمښت نه کار واخلو، لارې چارې یې ولټوو، دولت ته زما مشوره همدا ده."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني که څه هم چې د طالبانو سره د افغان سیاستوالو کتل ندي محکوم کړي او ویلي یې دي چې که دغه لیدنې کتنې سوله راوړي، هرکلی به یې وکړي، خو زیاته کړې یې ده چې د "افغانستان قانوني بنسټونو ته د درناوي" په خاطر دې ته اړتیا ده چې د طالبانو سره د سولې خبرې د دولت له لارې وشي.

XS
SM
MD
LG