د لاس رسي وړ اتصالات

د دایکنډي کجران کې د جګړو له امله ۴ ښوونځي تړل شوي


د دایکنډي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې د درې اونیو پرلپسې نښتو له امله ۴ ښوونځي تړل شوي چې له امله یې شاوخوا زر تنه زده کوونکي له زده کړو څخه محروم شوي دي.

د چارواکو په وینا د کجران ولسوالۍ په بالا دشت او بغل کندو سیمو کې له تېرو درې اونیو د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده چې له امله یې ۱۸۰۰ کورنۍ هم بېځایه شوي دي.

د دایکنډي د پوهني ریاست مسؤلین، د څلورنیم میاشتنیو ازموینو په درشل کې د یادو ښوونځیو تړل کېدل د زده کوونکو لپاره یوه لویه ضربه یادوي.

د دایکنډي د پوهنې رئیس رحمت الله سیرت د جمعې په ورځ د «چنګاښ پر ۲۱مه» امریکا غږ ته وویل:"دغه ښوونځي د کجران ولسوالۍ په بالا دشت او بغل کندو سیمو کې د جګړې له امله تړل شوي، زده کوونکي د جګړو له امله ښوونځیو ته نشي تلی"

نوموړي زیاته کړه چې تر دې مخکې په کجران ولسوالۍ کې ۲ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بند و چې په دې څلورو ښوونځیو سره یې شمېر ۶ تنه ورسېد.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین بیا په کجران ولسوالۍ کې د یادو ښوونځو د تړل کېدو ترڅنګ وايي، چې د جګړو له امله ۱۸۰۰کورنۍ هم له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.

د ولایتي شورا رئیسې شیما رستمیان امریکا غږ ته وویل:"د جګړو له امله د ښوونځو د تړل کېدو ترڅنګ ۱۸سوه کورنۍ هم له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي."

پرهمدې مهال د دایکنډي والي سید انور علي رحمتي وايي، چې له تېرو ۱۷ ورځو پر یادې ولسوالۍ د طالبانو بریدونه روان دي چې د تېرې شپې په بریدونو کې درې سیمه ییز پولیس هم ټپیان شوي دي.

هغه وویل:" ۱۷ورځې کېږي چې پر کجران ولسوالۍ د طالبانو بریدونه دوام لري، چې تېره شپه درې سیمه ییز پولیس ټپيان شوي دي، سیمې ته له هلمند څخه کمکي سرتېري رسېدلي."

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د دغه ولسوالۍد بالا دشت او بغل کندو سیمو پراخې سیمې ماینونه کړي چې له امله یې زده کوونکي خپلو ښوونځو ته نشي تلی.

د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولسوالۍ د زرو بېځایه شوو کورنیو سره یې مرستي کړي چې پاتې کسانو ته به ژر ورسیېږي.

د دایکنډي کجران ولسوالي د هلمند، ارزګان او غور ولایتونو سره پوله لري چې زیات وخت ورڅخه د ناامنیو راپورونه ورکړل کېږي.

طالبانو تر دا مهاله د دغه نښتو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG