د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا د افغانستان زلزلو ځپلیو سره د مرستو لپاره پنځه میلیون ډالر بودیجه تصویب کړه


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم ادارې (اوچا) د افغانستان د زلزلو ځپلیو سیمو سره د مرستو لپاره پنځه میلیون ډالر بودیجه تصویب کړه.

اوچا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د بشري مرستو د چارو تنظیم کوونکي دانیال اندریس د افغانستان د بشري‌ صندوق څخه دا بېړنۍ مرستې تخصیص کړې، چې د خیریه چارو د هلو ځلو ننګه وشي.

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل اکس په حساب کې لیکلي وو چې امریکا د افغانستان په شمال لویدیځ کې د زلزلو تاثیرات له نژدې څاري.

هغه لیکلي دي: «زموږ بشري شریکان د افغانستان د خلکو د حمایت لپاره بېړنۍ مرستې برابروي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د هرات ولایت د شنبې د ورځې د زلزلې په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې لا هم ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

"اوچا" د یکشنبې په شپه اکتوبر اتم (تلې ۱۶) په راپور کې ویلي، چې د زنده جان په ولسوالۍ کې په زلزله ځپلو سیمو کې سل فیصده کورونه ویجاړ شوي ۱۶۶۳کورنیو ته چې د غړو شمیر یې ۱۱۵۸۵ تنو ته رسیږي زیان رسیدلی دی.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمیر ۱۰۲۳ او د ټپي شویو کسانو شمیر ۱۶۶۳ تنه ښودلی دی. اوچا ویلي، چې د زلزلې وروسته د زنده جان په ولسوالۍ کې ۵۱۶ تنه چې ۲۰۳ سړي او ۲۱۳ ښځې دي، لادرکه شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هرات ولایت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ریاست د چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې د شنبې د ورځې په زلزله کې له ۲۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۱۰۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

مجاهد د یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې په دغه زلزله کې ۲۰۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۴۰ نور ټپیان شوي دي. ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم نړیدلي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر کې زیاتوالی راشي.

اوچا ویلي، چې د هرات ولایت د انجیل په ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ، د ګلران په ولسوالۍ کې ۹۵ کورنیو د کوهسان ولسوالۍ کې ۶۰ کورنیو د کوشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې ۳۰ کورنیو ته هم د شنبې د ورځې په زلزله کې زیان رسیدلی دی .

په راپور کې ویل شوي: "د نایب رفع په کلي کې اوسنیو چارواکو هغه ښځې او ماشومان چې کورونه یې په زلزله کې ویجاړ شوي و، د شنبې په شپه او یکشنبې په ورځ د هرات ښار ته انتقال کړي دي. د زنده جان ولسوالۍ کې تراوسه د شوې ارزونې له مخې د کورنیو د لویانو پرته ۳۳ کوچنیان، ۱۵ زیات عمر لرونکې ښځې او ۴۸ ښځې، چې د خپلو کورنیو سرپرستې ورترغاړې ده پيژندل شوي دي."

اوچا ویلي، چې په زلزله کې اکثره ټپي شوي کسان د هرات ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي. اوس مهال په دغه روغتون کې ۱۹۹ ښځې، ۸۱ سړي ۲۹۹ ماشومان او ۴۳ تنه نور چې هویت نه دې ښودل شوی تر درملنې لاندې دي. همداشان روغتون ته د وړل شویو ټپیانو ۲۵۲ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د شنبې په ورځ د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د هرات، بادغیس، فراه او هلمند ولایتونه ولړزول. د ملګروملتونو د راپور له مخې په هرات کې د لومړۍ زلزلې وروسته لږ ترلږه اته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.

د مرستو غوښتنه

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د هرات په ولایت کې د شنبې د ورځې د زلزلې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د ژر روغتیا ترلاسه کولو هیله یې څرګنده کړې ده.

ملګروملتونوعمومي منشي په دغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ اکتوبر اتم (تلې ۱۶) د دغې ادارې له خوا خپره شوې ویلي، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو ادارې د اوسنیو چارواکو سره په همغږۍ د زلزله ځپلود بیړنیواړتیاو د معلومولو ارزونه کوي.

اعلامیه کې ویل شوي: "د ملګرو ملتونو عمومي منشي ددې لپاره چې ژمی راروان دی په نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې په ګډه د زلزله ځپلو مرستې ته را ودانګي، د زلزله ځپلو زیات شمیر یې ددغه ناورین دمخه مرستو ته اړتیا لرله".

ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په یوه لنډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ادارود مشرتابه په استازیتوب د هرات په ولایت کې د شنبې د ورځې په زلزله کې د مړو شویو کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلی او د ټپیانو د ژر روغتیا غوښتنه یې کړې ده.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ۷۰ زرو زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکو سره د خوړو د برابرولو اعلان کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف او د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او هم د ملګروملتونو ځینو نورو ادارو هم د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل ټیمونه سیمه کې ځای په ځای کړي دي.

د عزیزي بنیاد رئیس میرویس عزیزي د خپل ټویټر په پاڼه د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د زلزله ځپلولپاره د دوو سوو میلیونو افغانیو د بیړنئ مرستې اعلان هم کړی دی. همداشان د افغانستان د کریکټ بورد، د کریکټ د ملي ټیم یو شمیرلوبغاړو هم د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG