د لاس رسي وړ اتصالات

هرات ولایت زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات لا روان دي


د هرات په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن د یکشنبې په ورځ اکتوبراتم( تلې۱۶) هم ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د تیرې ورځې په زلزله کې د نړیدلو ودانیو څخه تر خاورو لاندې ایسار شویو کسانو د ایستلو او ژغورنې عملیات روان دی.

د شنبې د ورځې د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې، چې ملګروملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د راپور له مخې په هرات کې د دغې زلزلې وروسته لږ ترلږه اته نور ټکانونه هم احساس شوي د دغه ولایت سربیره د بادغیس، فراه او هلمند ولایتونو کې هم احساس شوې ده، خو د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو پر اساس زیات زیان یې د هرات د زنده جان او غوریانو د ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې اړولی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې په دې زلزله کې ۴۰۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

دغې ټولنې ویلي، چې ددې له امله چې د ژغورنې عملیات لا روان دي ددې احتمال شته چې د زلزلې د قربانیانو شمیر نور هم زیات شي.

د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې ددغې ټولنې کارکوونکو او رضاکارانو د نړیدلو ودانیو لاندې شویو کسانو د ژغورنې او ایستلو د هڅو سربیره د زنده جان په ولسوالۍ کې د ټپیانو د درملنې لپاره ګرځنده ټیمونه هم په سیمه کې ځای پرځای کړي دي.

دغې ټولنې ویلي:" د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د سرې میاشتې د ټولنې ښځینه او نارینه ډاګټران د ټپیانو په درملنه بوخت دي او هغوی هڅه کوي، چې د خاورو لاندې شویو ټپیانو ته ځانونه ورسوي او هغوی وژغوري. د همدې له امله په سیمه کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي".

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوراپور کې چې تیره شپه اکتوبر اووم( تلې۱۵) یې خپور کړی ویلي، چې د هرات په ولایت کې د یو حوزوي روغتون ، څلورو ولسوالیو روغتونونو او ۲۴ بشپړ روغتیايي مرکزونو په ګډون ۲۱۲ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې لس روغتیايي مرکزونه په زلزله ځپلو سیمو کې جوړ شوي دي.

دغه سازمان د خپل تیرې شپې د کابل پر مهال د اتو بجو په راپور کې ویلي، چې د زنده جان اوغوریان په ولسوالیو کې دولس کلي او د ګلران او کشک رباط سنګي په ولسوالیو کې یو شمیر کلي د شنبې د ورځې په زلزله کې زیانمن شوي دي.

په دغه راپور کې د لومړینو معلوماتو پر اساس په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۰۰ تنه ښودل شوی او د ټپیانو شمیر ۵۰۰ ښودل شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې د ډیرو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړښودل شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي:" لږترلږه د ۶۰۰ کورنیو ۴۲۰۰ کسان زیان لیدلی دی په دې شمیر کې ۳۰۰ بې ځایه شویو کورونیو ۱۴۰۰ کسان، چې د هرات ولایت کې میشت شوي هم زیان لیدلی دی. ددې لپاره چې د ژغورنې عملیات لا روان دي، تمه ده چې د تلفاتو شمیرکې زیاتوالی راشي ".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو د حکومت د پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت د هرات ولایتي ریاست، د مهاجرینو ریاست او د هرات ولایت د والي د دفتر سره په همغږۍ د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.

دغې ادارې ویلي، چې د مهاجرت د نړیوالې ادارې (IOM)، د ډنمارک د کډوالو ادارې (DRC)، خوړو نړیوال پروګرام (WFP- RRAA)، ARRA، ژغورنې نړیوله کمیټه (IRC) او د جرمني د مرستې ادارې (HELP) د عاجلې ارزونې پنځه ټیمونه په ساحه کې په کار ګمارلي دي.

همداشان "اوچا" ویلي، چې د ټروما د درملنې لپاره د هرات په حوزوي روغتون کې درې ټیمونه ځاي په ځای شوي، چې تر تیرې ورځې پورې ۲۰۰ کسان ورته ورغلي و.

د روغتیا نړیوال سازمان، مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم شاوخوا ۷۰۰ کورنیو ته د خیمو په ګډون لومړنۍ مرستې برابرې کړي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د حکومت والي مولوي نوراحمد اسلام جارپه یو ویډيوي پیغام کې، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه خپور کړی، د هرات له اوسیدونکوپه ځانګړي ډول د درملو له سوداګرو غوښتي، چې د زلزله ځپلو سیمو کې دې خلکو سره د ژغورنې په عملیاتو کې د ګډون سربیره د هغوی سره د خوړو او درملو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم ویلي، چې هرات ولایت کې زلزله ځپلو سره مرستې ته د دغه وزارت ټیمونه رسیدلي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلی:" د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو په عاجله توګه خپل هوایي او ځمکني ځواکونه سیمي استولي دي ترڅو هیوادوال وژغوري، چې تر دې مهاله له سلو تنو زیات د شهید شویو هیوادوالو جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي".

په ورته وخت کې نن یکشنبې په ورځ طالبانو د حکومت د ځینو وزارتونو د هرات په ولایت کې د زلزله ځپلو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې ده.

ایران د بهرنیو چارو وزات او کابل کې د ترکیې او جاپان سفارتونوپه جلاجلا پیغامونو کې د هرات ولایت کې د زلزلې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG