د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هرات کې په زلزله کې د مړه شویو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی دی


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هرات ولایت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ریاست د چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې د شنبې د ورځې په زلزله کې له ۲۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

مجاهد د یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې په دغه زلزله کې دوه زره ۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو زر او ۲۴۰ نور ټپیان شوي دي. ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم نړیدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسیدلي او د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې خواړه، اوبه او نور د اړتیا وړ مواد هم ځان سره سیمې ته وړي دي.

د شنبې د ورځې د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې وروسته ملګروملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې لږ ترلږه اته نور ټکانونه هم د هرات په ولایت کې احساس شوي دي.

د هرات ولایت سربیره د بادغیس، فراه او هلمند ولایتونو کې هم دا زلزله احساس شوې ده، خو د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو پر اساس زیات زیان یې د هرات د زنده جان او غوریانو د ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې رسولی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د دغو زلزلې مرکز د هرات ولایت د شمال لویدیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې ښودلی دی.

د راپورونو له مخې،په سیمه ییز وخت شاوخوا یوولس بجې، د زلزلې پرمهال دغه ولایت د اوسیدونکو ترمنځ ویره خپره کړې او ښځو او ماشومانو په ګډون یې په سلګونو کسان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړل.

د هرات ولایت اوسېدونکی ۴۵ کلن بشیر احمد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "موږ په خپل دفتر کې وو چې ناڅاپه د دفتر ودانۍ مو ولړزېده، د دېوالونو پلسترونه ولوېدل، په دیوالونو کې درزونه رامنځته او یوه برخه یې ونړېدله. "

نوموړی وايي، چې د ټیلیفوني شبکو د بندېدو له امله د خپلې کورنۍ له غړو سره اړيکه نه شي نيولى او د کورنۍ د غړو د حالت په اړه اندېښمن دى. د راپورونو له مخې دا زلزله د هرات په ګاونډ د ایران په مشهد او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.

د نړیوال بانک د ۲۰۱۹ کال د اټکل له مخې، یوازې د هرات ښار د نفوسو شمېر ۱.۹ میلیونه تنو ته رسېږي.

تر دې وړاندې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۲ هم یوې سختې زلزلې، ۱۰۳۶ کسان وژلي او ۲۹۴۹ نور یې ټپیان کړي وو.

د روان کال په مارچ میاشت کې د ريښتر په کچه ۶.۵ درجې زلزلې، د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې، چې ۱۳ کسان یې ووژل. د دغې زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و.

د افغانستان په لوېدیځ کې دا مرګونې زلزله په داسې حال کې شوې، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او له دغه هېواد سره د مرستو له کمېدو وروسته، افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دی او لسګونه میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG