د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د خصوصي رادیوګانو مسولین وايي اقتصادي ستونزې یې د کار دوام ګواښي


په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي رادیوګانو مسولین وايي اقتصادي ستونزې یې د کار دوام ګواښي او د بندېدو له خطر سره مخامخ دي.

د میدان ښار د واک رسنیزې شبکې مشر امان الله نصرت وايي رادیو او تلویزیون یې لاتراوسه نشرات کوي خو له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړی اوسمهال په افغانستان کې د سوداګریزو اعلانونو او د شخصي رادیو ګانو سره د مرستندویه ادارو لخوا د مرستو نشتوالی د خپل کار په وړاندې خنډ بولي او وايي: "په تېر کې به د رادیو ګانو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه وو، چې هغه اوسمهال نشته. د دغو پروګرامونو د نشتون له امله زموږ رسنۍ هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

په لوګر کې د زینت رادیو مسوول نورالله ستانکزی هم وايي اقتصادي ستونزو یې پر خپرونو اغېزه کړې او مجبور شوي چې خپلې خپرونې کمې کړي.

هغه وویل: "کارمندان مو کم شوي، او کوم معاش مو چې مخکې کارمندانو ته ورکولای شو، په هغه کچه معاش نشو ورکولای. په ترڅ کې هغومره فعالیت چې موږ پخوا له خپلو ژونالیستانو غوښتلو، هغه اوس نشو غوښتلی."

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته تر اوسه په افغانستان کې ۱۳۲ رادیو ګانو، ۵۱ تلویزیونونو، او ۴۹ انلاین رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.

ددې کمیټې چارواکې، بی لي یي، وايي اداره یې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښمنه ده. د رسنیو ملاتړي وايي که دا حالت دوام وکړي نورې افغان رسنۍ به هم خپل فعالیتونه ودروي.

د اقتصادي ستونزو سربېره، پراخ سانسور، د خبریالانو نه خوندیتوب او معلوماتو ته نه لاسرسی په افغانستان کې د رسنیو د کار په وړاندې مهم خنډونه ګڼل شوي دي.

XS
SM
MD
LG