د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې د ګوزڼ ضد مبارزې لپاره 'ولسي هڅې زیاتې شوې'


یو شمېر ولسي خلک غوښتنه کوي چې د نورو ولایتونو په څیر دې کندز ته هم ځانګړې پاملرنه وشي او زیات کمپاینونه دې تر سره شي، تر څو ماشومان یې خوندي شي.

د کندوز اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ګوزڼ پر ضد د مسؤولو ادارو له هڅو خوښ دي او وايي په تېرو کلونو کې کندوز د پولیو مثبتې پېښې درلودې، نو ځکه پکار ده چې روغتیایي ادارې د شمال د نورو ولایتونو سربیره په کندوز ولایت کې د ګوزڼ ضد کمپاینونه زیات او ټول هغه ماشومان واکسین کړي چې د یادې ناروغۍ تر اغېزې لاندې وي.

د کندز ولایت اوسیدونکي، ایمل کاکړ په دې تړاو امریکا غږ ته وویل: "د پولیو واکسین پروسه په کندز کې له پخوا ډېره ښه شوې ده او اوس واکسین ټولو سیمو ته رسېږي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کمپاین لا پراخ شي او هغو سیمو ته چې په تېرو کې ماشومانو د پولیو واکسین ته لاسرسی نه درلود، وغځول شي."

د نوموړي په وینا، کندز ولایت هم لکه د نورو ولایتو په څیر په تېرو کې د پولیو پېښې درلودلې چې ښه بیلګه یې د امام صاحب ولسولۍ وه، نو ځکه پراخو کمپاینونو ته اړتیا لیدل کیږي.

روغتیاپاله، نازو امریکاغږ سره د خبرو پر مهال د ګوزڼ ناروغي له خطره ډکه یادوي او له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته دې د ګوزڼ ضد واکسین وکړي ترڅو د پولیو ویروس د خپرېدا د مخنیوي ترڅنګ، کمکي ماشومان وژغورل شي.

اغلې نازو وویل:"د پولیو مرض د لمنځه وړلو لپاره باید هر ماشوم ته فقط دوه څاڅکې واکسین ورکړل شي. هغه کورنۍ چې په هر دلیل خپل ماشومان نه واکسینوي باید په دې باندې پوه شي چې د دوي د ماشومانو معافیت کمېږي او کله چې معافیت ښکته شو نو همدا ویروس په آسانۍ سره کولی شي دوی مصاب کړي."

د نوموړې په وینا، د خلکو همکاري د پولیو واکسین په تطبیق کې زیاته شوې خو لا زیاتو هڅو ته اړتیا شته.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو د لمنځه وړلو د عملیاتي مرکز مشر، نیک ولي شاه مومن امریکاغږ سره په خبرو کې وویل: "کندوز ولايت کې د پوليو په وړاندې مبارزه او د پوليو د واکسينونو کمپاينونه په منظم ډول ترسره کيږي. په دې ولايت کې د پوليو د له منځه وړلو په موخه د پوليو واکسين د کمپاينونو ترڅنګ د عامه پوهاوي په برخه کې هم منظم پروګرامونه مخته وړل کيږي.

ښاغلي مومن دا هم وویل چې د پولیو د کمپاینونو ترڅنګ به په یاد ولایت کې د عامه پوهاوي پراګرامونه، د لومړنيو روغتيايي خدمتونو ښه والی، روتين واکسينونه، د حفظ الصحې مراعاتول او د خلکو عامه پوهاوي باندې هم منظم کار وکړي.

په کندز ولایت کې له دې وړاندې د واکسین په اړه د خلکو د عامه پوهاوي کچه ټیټه وه، خو دا یوه ښه لاس ته راوړنه بلل کیږي چې اوس خلک په دې ارزښت پوه شوي چې دوه څاڅکي واکسین یې د کوچنیانو ژوند ژغوري او له دایمي معلولیت یې ساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG