د ګوزڼ ناروغۍ ښکار شوی ننګیالی امیني د خپل راتلونکي او پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي، خو د هغه نیمګړی وجود د هغه د ارمانونو په پوره کولو کې مرسته نه کوي.
د بغلان ولسي مشران وایي چې د پولیو ضد واکسین په ګټو پوه شوي او د پخوا په پرتله په هر کمپاین کې ماشومانو ته ددغه واکسین څاڅکي ورکوي.
د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې د پولیو کمپاین باید مخکې له دې چې هوا توده شي، د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره عملي شي.
د کندز ولایت یو شمېر روغتیاپالان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ولایت کې د پولیو واکسین د ښه تطبیق ترڅنګ روغتیايي خدمات هم ښه شوي دي.
بغلان ته راستانه شوی دا کورنۍ له خپلې کوچنۍ نجیلا سره چې په پاکستان کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی ده، سخته سرګردانه ده.
ریتا رمضاني هغه پېغله واکسیناتوره ده چې د خپل سپین ږېري پلار سره د هر کور تر دروازې ځي او د پولیو ناروغۍ د ګټې او زیانونو سربیره وړو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکوي.
د پولیو د بېړنیو پېښو د لمنځه وړلو د عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې په بغلان کې لا هم داسې کورنۍ شته چې د واکسین پر وروستي کمپاین کې ېې خپل ماشومان ندي واکسین کړي.
ولسي خلک غوښتنه کوي چې د نورو ولایتونو په څیر دې کندز ته هم ځانګړې پاملرنه وشي او زیات کمپاینونه دې تر سره شي، تر څو ماشومان یې خوندي شي.
د کندز ولایت یو شمېر ولسي مشران د پولیو په له منځه وړلو کې د روغتیایي بنسټونو د هڅو ستاینه کوي، او وایي چې پدې ولایت کې د پخوا په پرتله د یادې ناروغۍ پېښې کمې شوي.
کندز کې یو شمېر ولسي مشران د پولیو په برخه کې د روغتیایي ادارو د هڅو ستاینه کوي او وایي چې د پخوا په پرتله کندز کې د پولیو د پېښو ګراف ټیټ شوی. دغه مشران له هغو کورنیو غواړي چې د خپلو اولادونو د سالمې روغتیا لپاره دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وکړي ترڅو د یادې ناروغۍ مخنیوی وشي او پولیو محوه شي
د بغلان ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکې اخته ماشومان د نورو ماشومانو په پرتله د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.
مسوولین د پولیو مبارزې لپاره د ټولو قشرونو ګډې هڅې اړینې بولي، خو د ښځو ونډه ورته ډېره د پام وړ ده. نازیه مرادي چې کابل کې د تعلیم او تربیه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې لوړې زده کړې کړي وايي له پوهنتون څخه فارغیدو سره سم یې د پولیو ناروغۍ په کمپاین کې په رضاکارانه توګه کار پیل کړی.
د پولیو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي دا پېښه د ننګرهار ولایت په نازیان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوېده او یو دوه نیم کلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی.
د کندز اد اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین مني چې رسنیو د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لوبولی او لریو پرتو سیمو ته یې د راډيوګانو او تلویزیونونو له لارې مهم معلومات وړاندې کړي. دې ولایت کې تلویزیونونه، راډیوګانې، نشراتي ادارې او چاپي رسنۍ یو بل سره پوره همغږي او د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د بغلان اوسیدونکی، عبدالقدوس وایي چې په ماشومتوب کې د پولیو د ویروس ښکار شوی او دا مهال له تل پاتې معلولیت څخه رنځ وړي. هغه په پاکستان کې له کډوالۍ او بیرته په بغلان کې د میشت کیدو او معلولیت د ژوند ترخه کیسه لري. دا چې د نورو ژوند دده په څیر تریخ نه شي له خلکو غواړي ماشومانو ته دې پولیو واکسین وکړي
د بغلان ولایت اوسیدونکی، عبدالقدوس، چې په ماشومتوب کې په ګوزڼ اخته شوی، له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.
په کندز ولایت کې لا هم ماشومانو ته د واکسین څاڅکي په جوماتونو کې ورکول کیږي، خو یو شمېر ولسي مشران وايي چې راتلونکي کمپاینونه دې کور په کور وشي، چې ټولو ماشومانو ته ورسیږي.
د کندز ولایت یو شمېر قومي مشران له روغتیایي چارواکو غواړي چې د جومات په جومات واکسین د کړنلارې په ځای، د کور په کور واکسین واکسین کړنلاره پلې کړي.
د بغلان ولایت د روغتیایي چارواکو په وینا، پخوا به ګڼ شمېر د کوچیانو ماشومان له واکسین څخه پاتي کیدل، او له دې وروسته به د واکسیناسیون د ځانګړو پلانونو د تطبیق له لارې هغوی ته لازمه رسیدګي وشي او هیڅ ماشوم به یې له واکسین څخه پاتې نشي.
د بغلان ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې په تېر کمپاین کې د نورو ماشومانو تر څنګ، د کوچیانو ماشومانو ته هم د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی.
نور پورته کول