د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې افغانستان کې یې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین څلور ورځینی کمپاین نن پیل کړی دی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددغه کمپاین په ترڅ کې به چې نن د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۵(تلې درییم) پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې د پنځه کلنو د ښکته عمر شاوخوا ۱۱ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ددغه کمپاین په ترڅ کې به ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د ورکولو سربیره به د شپږو میاشتو څخه تر څلورنیم کاله عمر لرونکو ماشومانو ته د ویټامین اې تابلیټونه هم ورکړل شي.

د پولیو څخه پاک افغانستان په نوم د پولیو سره د مبارزې یوې ادارې د ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې دا کمپاین به د ارزګان ولایت پرته چې څو اونۍ وړاندې په کې د پولیو ویروس د ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین ترسره شوی و په نورو ۳۳ ولایتونو کې د پنجشنبې تر ورځې دوام ومومي.

د دغه کمپاین دمخه د اګست په میاشت کې هم په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ میلیونو ماشومانو ته په دوو پړاونو کې د پولیو ضد واکسین ورکړل شوی و.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ددغه وزارت په اعلامیه کې د پولیو د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د پولیو په کمپاین کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عباد ویلي:" د ټولو افغانانو ملاتړ په ځانګړې توګه د والدینو، د ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو ملاتړ د پولیو په له منځه وړلو کې اړین دی، مونوغواړو چې هغوی له مړینې او ګوزڼ څخه د افغان ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې همکاري وکړي."

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په تطبیق سره یې مخه نیول کیدلی او له منځه تللی شي.

ډاکټران وايي، چې کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي او یا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال پیل څخه تراوسه د پولیو پنځه پیښې د ننګرهار په ولایت کې ثبت شوې دي.

دا پیښې د دغه ولایت د دوربابا، بټي کوټ،نازیان او بهسود ولسوالیو کې ثبت شوي دي. په دغو ولسوالیو کې په پولیو د اخته شویو ماشومانو له ډلې یوه کوچنۍ نجلې پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې په ختیځ زون کې د پرلپسې کمپاینونو سربېره، بیا هم څه باندې یو کال د پولیو محیطي پېښې مثبتې وې، خو په دغه زون کې تېره میاشت د پولیو محیطي سمپل منفي شوی دی.

تیر۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوې وې. د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې تراوسه د پولیو ۱۲ کمپاینونه ترسره شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویروس ددغو هیوادونو د ماشومانو ژوند ته ګواښونه راولاړوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG