د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د اورګاډي او بس په ټکر کې ۴۹ کسه وژل شوي


آرشیف
آرشیف
د مصر چارواکی وایی، د یو چټک اورگاډې او د ښوونځي د بس موټر په ټکر کې ، لږ تر لږه 49 کسه وژل شویدي. اکثره وژل شوی کسان تنکي ماشومان وو.

دغه چارواکي وایي، دغه ټکر نن د اسویت د ایالت د مان فالوت په کلي کی د قاهرې نه قریب درې سوه کیلو میټره لیرې جنوب خوا ته شویدی.
دغه سرویس موټر چې کوم 60 تنه تنکي ځوانان په کښي سپاره وو او د څلورو ، پنځو او شپږو کالونو وو، د پټلې نه تیریده چې د اورگاډي سره وجنگیده.
چارواکو ویلي دي چې د 46 ماشومانو د وژل کیدو نه علاوه 18 کسه نور ټپیان شوي هم دي.
ایالتي گورنر وایي د اورگاډي د تیریدو دروازه بیرته وه چې اورگاډی د سرویس موټر سره وجنگیده. په دغه وخت کی د اورگاډو مسول سړی چې لاره خلاصوي او یا یې تړي ویده و. دا مسول سړی توقیف شویدی.
د ترانسپورت وزیر محمد راشد ددې پیښې د اعلان نه سمدستی وروسته استعفا وکړه.
ولسمشر مورسی، نورو مهمو وزیرانو ته امر کړیدی چې د دې قربانیانو د کورنیو سره مرستې وکړي.
د مصر د اورگاډو سیستم پوره مصون او محفوظ نه دی.
XS
SM
MD
LG