د لاس رسي وړ اتصالات

مصر د سخت دریځو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل


د مصر پوځ د جمعې په ورځ د اسلامي دولت یا داعش ډلې په گډون د سخت دریځو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د رویټرز خبري اژانس د مصري مقاماتو په وینا ویلي چې دغه عملیات د سینا په ټاپووزمي کې چې د سخت دریځو د فعالیت مرکز دی هم روان دي.

مصري مقاماتو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د سخت دریځو پر ضد عملیاتو کې د هوایي، سمندري او ځمکنیو بریدونو نه کار اخیستل کیږي.

دغه عملیات په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې په دې هیواد کې په راتلونکې میاشت کې د جمهوري ریاست ټاکنې وشي. د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي غواړي چې یو ځل بیا ځان د مصر جمهوري ریاست ته کاندید کړي.

د ٢٠١٧ کال د اپریل د میاشتې راهیسې په مصر کې بیړنی حالت نافذ شوی دی. بیړنی حالت وروسته له هغې په مصر کې اعلان شو چې د تانتا او الکزندریې په ښارونو کې پر کلیسا گانو دوه بریدونه وشول. پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شول. ددغو مرګانیو بریدونو مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی و.

د مصر د دفاع وزارت ویاند تیمور الرفیعي ویلي دي چې ددغو پوځي عملیاتو د کولو هدف د سخت دریځو ځپل او پر سرحدي سیمو باندې د مصر د حکومت کنترول زیاتول دي.

ښاغلي الرفیعي همداشان وویل چې د مصر هوایي ځواکونو د سینا د ټاپوزمي په شمالي او لویدیځو برخو کې د سخت دریځو یو شمیر کورونه او پناه ځایونه له منځه وړي دي.

د مصر د پوځ له لورې د پخواني جمهور رئیس محمد مرسي له گوښه کولو وروسته د ٢٠١٣ کال د جولای راهیسې ددې هیواد امنیتي ځواکونه د سخت دریځو په ځپلو بوخت دي.

په ٢٠١٥ کال کې سخت دریځو د سینا په ټاپوزمي دپاسه د روسیې یو مسافر وړونکې الوتکه وویشتله چې په کې سپاره ٢٢۴ مسافر او عملیه ټول ووژل شول.

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د ٢٠١٧ کال په نوامبر کې د هیواد پوځي او امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په دریو میاشتو کې د سینا په ټاپووزمي امنیت ټینگ کړي. هغه دغه امر وروسته له هغې وکړ چې اسلامي سخت دریځو د هغه هیواد پر یو جومات باندې په برید کې ۳۰۰ لمونځ کوونکي ووژل.

XS
SM
MD
LG