د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر لرغونی هرم: د اېلون ماسک ټویټ د مصري چارواکو غبرګون راپارولی دی 


د اسپېس اېکس شرکت رئیس ټویټ کړی چې د مصر هرمونه د اجنبي موجوداتو لخوا جوړ شوي دي
د اسپېس اېکس شرکت رئیس ټویټ کړی چې د مصر هرمونه د اجنبي موجوداتو لخوا جوړ شوي دي

د مصر د نړیوالو همکاریو وزېرې رانیا المشاط د اسپېس اېکس د امریکايي شرکت اجرائیوي رئیس اېلون ماسک نه غوښتي چې د مصر د هرمونو د جوړېدو په اړه اسناد مطالعه کړي.

ماسک د شنبې په ورځ ټویټ کړی و چې د مصر هرمونه د اجنبي موجوداتو لخوا جوړ شوي دي.

ددغه نظر له خپرېدو وروسته، د مصر د نړېوالو همکاریو وزیرې، ماسک ته ولیکل چې "تاسو او د اسپېس اېکس شرکت ته بلنه ورکوم چې د هرمونو د جوړېدو په اړه لیکلي اسناد وګورئ". مېرمن رانیا زیاته کړې چې "موږ درته انتظار باسو".

دا لارروښانه نده چې د مصر د هرمونو په اړه د ماسک ټویټ جدي و یا هسې یوه لیکنه وه. د اجنبي موجوداتو لخوا د مصر د هرمونو د جوړېدو په اړه په یو شمېر ټلوېزیوني خپرونو او کتابونو کې ځېنې مطالب خپاره شوي دي.

د مصر نامتو لرغون پېژندونکي زاهي حواس د ماسک ټویټ یو "کامل خیال" بللی دی.

حواس زیاته کړې چې د هرمونو جوړونکي غلامان نه بلکې پخپله مصریان وو.

ظاهراً د ماسک نظر بدل شوی دی. هغه پخپلې ټویټر پاڼې کې یو خبر خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې د هرمونو د جوړېدو په اړه د "بي بي سي دغه مقاله یوه معقوله خلاصه وړاندې کوي".

XS
SM
MD
LG