د لاس رسي وړ اتصالات

مصر له قطر سره دپلوماتیکې اړیکې بیا پیلوي


مصر او قطر د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (سلواغې ۱) موافقه وکړه چې له یو بل سره دپلوماتیکې اړیکې بیرته ټینګې کړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سعودي پر مشرۍ له دوحې سره د اړیکو د درې کلن بندیز د پای ته رسیدو وروسته مصر او قطر بیرته دپلوماتیکې اړیکې پیل کوي.

سعودي عربستان د عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر سره یوځای د ۲۰۱۷ کال په جون کې له قطر سره اړیکې او ترانسپورتي ارتباطات قطع کړل.

دغو هیوادونو پر دوحه باندې تور ولګاوه چې د اسلامي سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي او د ریاض د سیال ایران سره ډیرې نژدې اړیکې پالي. قطر دغه تورونه رد کړي دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت یو اعلامیه وایي چې د خلیج د وروستني سیمه ییز کنفرانس د پریکړو په نتیجه کې مصر او قطر «نن دوه رسمي اسناد تبادله کړل په کومو کې چې دغو دوو هیوادونو موافقه وکړه چې دپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړي.»

د خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې چې د جنورۍ په پنځمه د سعودي عربستان په العلا کې وشوه ، په کې څلورو هیوادونو موافقه وکړه چې پر قطر باندې لګیدلي بندیزونه لرې کوي.

د چهارشنبې د ورځې د اړیکو د عادي کولو له اعلان دمخه د دوشنبې په ورځ د دوحه او قاهرې ترمنځ پروازونه له دریو کالو وروسته بیرته پیل شول.

XS
SM
MD
LG