د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقوق او امنیت - د مصر او امریکا ترمنځ د خبرو اجندا


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري سره د ملاقات په مهال
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري سره د ملاقات په مهال

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د هغه مصری سیال، سامح شكري د یکشنبې په ورځ د مصر- امریکا تر منځ د کال ٢٠٠٩ نه را پدیخوا د لومړي ستراتیژک دیالوگ په ترڅ کې پر اقتصادي، سیمه ایز امنیت او نورو مسلو باندې په قاهره کې خبرې وکړې.

په قاهره کې د متحده ایالاتو او مصر ترمینځ د یکشنبې د ورځې خبرې اترې په داسی حال کې کېږي چې مصر د سینا په ټاپووزمه کې د ترهگریز بریدونو سره مخامخ دی. ځیني دغه بریدونه د هغو یاغي ډلو له خوا کیږي چې د داعش سره ځان تړلي بولي.

ښاغلی کېري د یکشبنې د ورځې په پای کې د مصر جمهور رئیس فتاح السیسي سره هم ملاقات وکړ.

متحده ایالات په ۲۰۱۳ کال کې د پوځ لخوا د منتخب ولسمشر محمد مرسي د لری کولو وروسته، د مصر د بشري حقونو د سرغړونو په اړه جدي اندیښنې لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل؛ "د مصر اهمیت او د متحده ایالاتو او مصر ترمنځ د اریکو اهمیت نشي درک کیدلی. مصر له ډیر پخوا نه په سیمه او نړیوالو مسلو کې مهم رول لوبولی دی او مونږ په دوي ډیر اطمینان لرو. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا د هغه بڼسټ یوه برخه ده چې مونږ به ورباندې راتلونکی جوړه کړو. موږ په مصر باور لرو او دا مهمه ده چې د دا ډول ستراتیژیکو خبرو پربنسټ د خپلو اړیکو په مهمو اساساتو جوړولو پیل وکړو"

ښاغلي کېري وویل تر ټولو مهم کار دا دی چې په لومړي سر کې د ترهگرۍ نه د ځوانانو مخه ونیول شي.

ښاغلي کېري زیاته کړه " دا په دې مانا ده چې زمونږ جامع ستراتیژي باید د مذهبي چارواکو او روزونکو او د خلکو ملاتړ هم جلب کړي، هغه خلک چې د کرکې ډکه مفکوره ردوي او حاضر دي چې د دې په وړاندې د مقاومت غښتلي ټولنې جوړې کړي."

ښاغلی کېري د مصر د هغو سختو پالیسو په هکله د متحده ایالاتو د اندیښنو یادونه هم وکړه چې د پخواني ولسمشر محمد مرسي د ملاتړو په گډون، د سیاسي فعالینو په وړاندې یی لري.

د مصر حکومت پخوانی ولسمشر محمد مرسي په بند محکوم کړ او د هغه په زرگونه د اخوان المسلمین ملاتړي یې زندان ته واچول.

حماده الرسام یو ازاد خبریال او په قاهره کې د مستندو فلمونو جوړونکی وایي د ولسمشر السیسي حکومت د خبریالانو په فعالیتونو باندې یې هم څار زیات کړی.

هغه وایي په ځینو ځایونو کې د مصر پولیس د هغه گرځنده تیلفون ظبط کړی چې وگوري په ټولنیزو رسنیو باندې یې د مظاهرو او نورو مراسمو راپورونه څنگه ورکړي دي.

د ستراتیژیک دیالوگ د خبرو اترو په څنډه کې د دموکراسي او بشري حقونو په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت معین تام ملنوسکي د مصر د مدني ټولنې او د سیاسي گوندونو د غړو سره به ملاقات وکړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري وویل هغه هیله لري چې دا دیالوگ به د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري نوره هم ژوره کړي.

ښاغلي شکري وويل "مونږ په دې دیالوگ کې د امریکا ونډې ته سترگې په لار یو چې هغوي به هم په مصر کې د اقتصادي فرصتونو نه گټه واخلي په تیره د پانکه اچونې د نوي قانون، د سویس د کانال د پانکه اچونې نوی قانون، د سویس کانال د هغو انکشافي پروژو او هغه پروگرامونو نه چې کوچني او متوسط شرکتونو سره مرسته کوي او متقابل تولیداتو ته وده ورکوي، څو په مصر کې د انرژي منابع لوړ شي."

د مصر د بهرنیو چارو وزیر وایي د ترهگري گواښ په وړاندې مبارزه په سیمه کې د اوضاع د ښه والي لپاره ډیر اړین دی.

"په منځني ختیځ کې روان سیاسي وضعیت دا ثابتوي چې مصر په ټوله سیمه کې د ثبات په ساتلو کې مهم هیواد دی او د دې هیواد پرته بل داسی هیڅ بدیل نشته چې کوم سیمه ایزه ځواک دې دا نقش ولوبوي."

اتومي مواقفه د قطر د اجندا موضوع

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به په دې اته ورځني سفر کې پنځو هیوادونو ته لاړ شي.

ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبې به جان کېري قطر ته ولاړشي او هلته به د خلیج د همکاریو د شورا شپږو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ملاقات وکړي.

د خلیچ د ځیني هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ویره لري چې په ایران باندې د بندیزونو لرې کیدو چې اتومي موافقې یوه برخه ده، کیدای شي تهران ته اجازه ورکړي چې په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړي او د یاغي ډلو تجهیز پراخ کړي.

په دوحې کې به هغه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لافروف سره د امنیتي مسلو په هکله خبرې وکړي. تمه کیږي چې په خبرو کې د هغه هڅو یادونه هم وشي چې په عراق او سوریې کې د داعش په وړاندې د جګړې دپاره پیل شوي.

امریکایي چارواکي وایي دوﺉ به د اوکراین د نا امنې په هکله هم خبرې وکړي. ښاغلی کېري به له قطر نه سینگاپور، مالیزیا او ویتنام، درې هغه هیوادونو ته هم سفر وکړي چې د ارام سمندر د هیوادونو د وړاندیز شوو همکاریو په خبرو کې شامل دي چې تعرفه او سوداگریز بندیزونه له منځه وړي.

ښاغلی کېري به په کولالمپور کې د اسیان له خوا جوړه شوې غونډه کې هم گډون وکړي. هانوي کې به جان کېري په هغو مراسمو کې برخه واخلي چې د متحده ایالاتو او ویتنام ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو شلمه کلېزه په لمانځ غونډه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG