د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د بزګرانو په مظاهرو کې ۸ تنه وژل شوي


د هند په شمال کې چارواکي وایي د بزګرانو په مظاهرو کې په شخړو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

د اتار پرادیش په ایالت کې چارواکي وایي بزګران د لکیهم پور کهري په ولسوالۍ کې راټول شوي وو ځکه ټاکل شوې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال او د اعلی وزیر مرستیال همدې سیمې ته ورشي.

ګډوډي هغه وخت پیل شوه چې د اعلی وزیر د مرستیال کیشاف پراساد مایورا د موټرو کاروان سیمې ته ورسید.

د اتار پرادایش د ایالت د پولیسو مشر موکول ګویل مطبوعاتو ته ویلي چې په اخ او ډب کې ۴ بزګران او څلور نور هغوي مړه شوي چې د اعلی وزیر د موټرو په کاروان کې وو . معلومه نده چې دا کسان د اعلی وزیر د مرستیال محافظین وو که نه.

خو د بزګرانو ډله بیا ادعا لري چې د ښاغلي میشرا زوی د وزیر د موټرو په کاروان کې و او په مظاهره چیانو یې موټر خیژولی او وژلي یې دي.

د دغو بزرګرانو تر وژل کیدو وروسته قهرجنو مظاهره چیانو څو موټرو ته اور اچولی او څلور تنه پکې وژل شوي.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي، پکې ښودل کیږي چې مظاهره چیان په وینو لت پت دي او د موټرو نه هم لمبې پورته کیږي.

خو ښاغلی مشرا بیا ادعا کوي چې مظاهره چیانو د هغه د موټرو په کاروان برید کړی او د بهارتیا جانتا د ګوند درې سیمه ایز کار کوونکي یې وژلي دي.

څه باندې یو کال کیږي چې د هند په بیلا بیلو برخو کې بزګران د کرنې په هکله د حکومت د نویو پالیسو پر ضد مظاهرې کوي.

XS
SM
MD
LG