د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستان کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي


د خیبر پښتونخوا اړوند شمالي او جنوبي وزیرستان کې په بېلابېلو وسله والو بریدونو کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ ډېوې څانګې نن جمعه اپرېل ۱۵(وري ۲۶) د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې له دغو بریدونو درې یې په شمالی وزیرستان او یو برید په جنوبي وزیرستان کې شوی دی.

پاکستاني امنیتي سرچینو زیاته کړې چې افغان پولې نژدې د «دته خېل» په «دیګان» سیمه کې د پوځ پر موټر برید کې د یو پاکستاني افسر په ګدون اووه عسکر وژل شوي دي.

ویل کیږي چې تر پېښې وروسته سیمې ته د پاکستان نور عسکر رسېدلي او د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.

د پاکستان پوځ په دیګان سیمه کې پر خپلو عسکرو د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې د شمالي وزیرستان په اشام سیمه کې د وسله والو سره نښته کې د عصمت الله په نوم یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې په میرعلي سیمه کې هم د ملېشه ځواک یو عسکر وژل شوی دی. دغه پېښې مسؤلیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د امنیتي سرچینو په حواله همدارنګه ویلي چې تیره شپه د شمالي وزیرستان په مکین تحصیل تبۍ سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځه پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه زیات شوي چې د معلوماتو په اساس تیره اونۍ ډېره اسماعیل خان، کرک، بنو او شمالي او جنوبي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې ۲۳ پاکستانی سرتیري وژل شوي دي.

له دغه بریدونو د زیاتو مسؤلیت یې پاکستاني طالبانو منلی و.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني طالبانو په روژه کې د پسرلنیو عملیاتو پیلېدو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG