د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزيرستان کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي


پاکستاني پوځیان د میرانشاه په بازار کې
پاکستاني پوځیان د میرانشاه په بازار کې

پاکستاني چارواکي وايي چې د جمعې په شپه په شمالي وزیرستان کې د سرحدي ملیشو د ځواکونو په یوه کاروان په شوي برید کې ۵ پاکستاني سرحدي عسکر وژل شویدي.

د پاکستان د پوځ په یوه بیان کې ویل شویدي چې د افغانستان پولې ته نږدې د شمالي وزیرستان په هغې سیمې کې چې دغه برید شوی د ترهګرو د له منځه وړلو په خاطر تصفیوي عملیات دوام لري.

د "تحریک طالبان پاکستان" یا( ټي ټي پي) ډلې چې د پاکستاني طالبانو په نامه هم پېژندل کیږي د راپورونو له مخې د دغه برید مسئولیت اخیستی.

ټي ټي‌ پي، چې له څو سخته دریځه ډلو جوړه ډله ده، له ډیرو کلونو راهیسې د پاکستان د وسله والو ځواکونو پرضد وسله واله مبارزه کوي او په زرګونو پوځیان او ملکي خلک یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ هم د افغانستان پولې ته نږدې د وسله والو په اډو باندې یو لړ دوامداره پوځي‌ عملیات ترسره کړي، په زرګونو وسله وال یې وژلي او نور یې اړ کړي چې افغانستان ته وتښتي. چارواکي وايي پوځي‌ عملیاتو وسله وال ضعیف کړي او د تاوتریخوالي کچه یې ډیره کمه کړېده.

خو په دې وروستیو اونیو کې پاکستاني طالبانو یوځل بیا د دغه هیواد په شمال لویدیځو او جنوب لویدیځو سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي او په لسګونو امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

د پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې

د جمعې د ورځې دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوې مرکه کې وویل، حکومت یې د پاکستاني طالبانو له" ځینو ډلو "سره په خبرو بوخت دی چې وې هڅوي د دوی لپاره د عفوې په مقابل کې وسله په ځمکه کېږدي.

ښاغلي خان وویل چې له دوی سره خبرې په افغانستان کې روانې دي چېرې چې د پاکستاني طالبانو یو شمیر مشران میشت دي او افغان طالبان د دوی ترمنځ منځګړیتوب کوي.

هغه د ترکیې له ټي آر ټي دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل : " ټي‌ټي پي له څو ډلو جوړ تحریک دی، مونږ یې له یو شمیر ډلو سره د سولې په خبرو بوخت یو، ښايي کومې پایلې ته هم ونه رسېږو، خو خبرې کوو."

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند د راپورونو له مخې په خپلو لیکو کې د اختلاف خبره او د پاکستان له حکومت سره خبرې رد کړېدي.

افغان طالبانو چې د اګست په نیمايي کې قدرت ترلاسه کړ، تر نړیوال فشار لاندې دي چې د نورو هیوادونو وسله والو ته د افغانستان له خاورې د بریدونو د پلانولو اجازه ورنه کړي.

د امریکا متحده ایالات او ملګري ملتونه دواړه، د پاکستاني طالبانو ډله یا (ټي ټي پي ) یوه ترهګره ډله بولي.

د ټي ټي پي مشران د پاکستان اساسي قانون غیر اسلامي بولي او په پاکستان د شریعت تطبیق غواړي. دوی همدارنګه د خپلو هغو جنګیالیو خوشې کول غواړي چې پاکستاني ځواکونو له خوا د عملیاتو پرمهال نیول شویدي.

XS
SM
MD
LG