د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د موسیقۍ فیسټیوال په ګڼه ګوڼه کې اته تنه مړه شوي 


د امریکا مشهور رپ سندرغاړی ټراویس سکاټ

امریکایي چارواکي وایي د ټکساز ایالت د هیوسټن په ښار کې د موسیقۍ په یو فیسټیوال کې د خلکو په ګنه ګوڼه او ټېل ماټېل کې لږ تر لږه اته تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

دا پېښه تېر ماسخوتن نومبر پنځمه (لړم۱۴) د ان ار جي په پارک کې د «استروورلډ» په نامه د موسیقۍ د فیسټیوال په لومړۍ شپه شوې ده.

چارواکي وايي په فیسټیوال کې د امریکا یو مشهور رپ سندرغاړي ټراویس سکاټ سندره ویله چې یو شمېر خلکو د سټیج مخې ته د تګ هڅه پیل کړه او په دې سره ګڼه ګوڼه او ټېل ماټېل پیل شو.

د هیوسټن ښار د اطفايي مسئول سامیول پینا وايي چې دوی لږ تر لږه ۱۷ کسان روغتون ته انتقال کړي دي.

سیمه اییزې رسنۍ وايي چې لسګونه کسان ژوبل شوي دي.

دا فیسټیوال د دوو شپو لپاره ترتیب شوی و چې له دغې پېښې وروسته یې دویمه شپه لغوه شوې ده.

شاوخوا ۵۰زره کسانو په دغه فیسټیوال کې برخه لرله.

XS
SM
MD
LG