د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا د سپتمبر د بریدونو شل کاله پوره شول، امریکایان ویر کوي 


ټیک شل کاله مخکې په همدې ورځ د القاعده ډلې په امریکا د الوتکو بریدونه وکړل
ټیک شل کاله مخکې په همدې ورځ د القاعده ډلې په امریکا د الوتکو بریدونه وکړل

د امریکا متحده ایالتونه نن د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسمې (۹/۱۱) د ترهګریزو بریدونو شلم کال نمانځي او د وژل شویو کسانو ویر کوي.

ټیک شل کاله مخکې په همدې نیتې د القاعده ډلې غړو د نیویارک ښار په دوو غبرګونو ودانیو دوې لویې الوتکې له تښتولو وروسته وجنګولې او زرګونه کسان یې ووژل. له دې سره امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد نړیواله جګړه پیل کړه.

د نیویارک په ښار کې په همدې ورځ سهار په ۸:۴۶ د «امریکا د هوايي شرکت ۱۱» الوتکه د نړۍ د تجارتي مرکز له شمالي ودانۍ سره وجنګول شوه او ۱۷ دقېقې وروسته د «یونایټډ هوايي شرکت ۱۷۵» الوتکه د دغه مرکز له جنوبي ودانۍ سره وجنګول شوه او د لویې تراژیدۍ سبب شوه.

په همدې ورځ له دغو پېښو ۳۴ دقېقې وروسته د امریکا د دفاع وزارت پنټګان سره نږدې «د امریکا د هوايي شرکت ۷۷» الوتکه وجنګول شوه.

امریکايي چارواکي وايي په دغو بریدونو کې ۲۹۹۶ کسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي او دوې لویې دنګې تجارتي ودانۍ هم له خاورو سره خاورې شوې.

امریکایان نن په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو ویر کوي او د هغوی په یاد مراسم نیسي.

ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن د دغو بریدونو د ځایونو لیدلو ته ولاړ شي او هلته د دغې تراژیدۍ په مراسمو کې برخه واخلي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ په یو ویدیويي پیغام کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو روح ته دوعا وکړه، کورنۍ ته یې تسلیت ووایه او هغه اور وژونکي مامورین یې هم وستایل چې له بریدونه وروسته یې ګڼ خلک وژغورل.

ښاغلي بایډن په خپلو خبرو کې همدغه راز په امریکا کې د یوالي‌غږ وکړ.

د سپتمبر د یولسې له بریدونو وروسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو په نظام برید وکړ او هغه یې نسکور کړ.

هغه وخت د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې اوسېده او امریکايي چارواکو ویل چې بریدونه دغې ډلې کړي‌ دي.

امریکا له طالبانو څخه وغوښتل چې د القاعده ډلې مشران وروسپاري خو هغوی انکار وکړ او له دې سره په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده تاریخي جګړه پیل شوه.

امریکا بیا د القاعده ډلې مشر د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

امریکايي چارواکي وايي امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد ۱۹ کاله، ۱۰ میاشتې، دوې اونۍ اونۍ او دوې ورځې جګړه وکړه.

د امریکا د دفاع وزارت وايي‌ چې په دغې جګړې کې لږ تر لږه ۲۳۲۵ امریکایي عسکر وژل شوي دي او لا دقیق معلومات نشته چې څومره ولسي خلک وژل شوي دي.

د امریکا حکومت تېرکال په قطر کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او له افغانستان څخه یې د امریکایي عسکرو د وتلو پرېکړه وکړه. امریکا د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱ نېټه په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوه او طالبان بېرته په افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG