د لاس رسي وړ اتصالات

د رونالډو په نشتون کې به کومه لوبډله الکلسیکو وګټي؟


د الکلسیکو سیالۍ د لومړي ځل لپاره ۱۹۰۲ زېږدیز کال کې پیل شوې.
د الکلسیکو سیالۍ د لومړي ځل لپاره ۱۹۰۲ زېږدیز کال کې پیل شوې.

د هسپانیا د فوټبال لیګ یا لالیګا د سیالیو په اوږدو کې نن د الکلسیکو سیالۍ ده. په دې سیالۍ کې د هسپانیا دوه غوره لوبډلې بارسلونا او ریال مادرید سره لوبیږي.

د نړۍ په کچه د فوټبال ډېر شمېر مینه وال دغو دوه لوبډلو په دوه برخو ویشلي او کله چې الکلسیکو وي میلیونونه مینه وال یې لوبه ننداره کوي.

الکلسیکو د هسپانیا د فوټبال ریال مادرید او بارسلونا د لوبډلو لوبې ته ویل کیږي.

په بارسلونا او ریال مادرید لوبډلو کې د نړۍ دوه مخ کښ فوټبالران لیونل مسي او رونالډو هم لوبېدلي چې د دې ستورو شتون د الکلسیکو جذبه نوره هم ډېره کړې وه خو له هغه وروسته چې د ایونتوس لوبډلې رونالډو واخیسه سږ کال لومړی ځل دی چې الکلسیکو کې مسي د رونالډو سره نه مخامخ کیږي.

د ریال مادرید مینه وال وايي سخته به وي چې بل لوبغاړی دومره ژر د رونالډو تشه ډکه کړي خو اوس مهال په دوه لوبغاړو هر یو ګول وهونکي کریم بنزما او لوبډلمشر مدافع لوبغالړی سرګي راموس باندې تر یو حده ډاډه دي.

الکلسیکو په افغانستان کې هم ګڼ مینه وال لري.

یو له دغو مینه والو ذبیح رضایی دی. هغه امریکا غږ ته یې وویل: "د الکلسیکو لوبه د نړۍ د فوټبال مینه وال په دوه قطبونو ویشلي. زه د ریال مادرید لوبډلې سخت مینه وال یم او نن شپه له خپلو ملګرو سره دغه لوبه ګورم."

د سږ کال الکلسیکو د کابل پر وخت نن چهارشنبه (د لیندۍ ۲۷مه) د ماسخوتن یولس نیمي بجې پیلیږي.

د اسپانیا د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کال د فوټبال لیګ (لالیګا) د روان کال په اکټوبر میاشت کې د شلو لوبډلو تر منځ پیل شوی دی.

تر اوسه پکې بارسلونا ۱۶ لوبې کړي چې ۱۱ یې ګټلي، دوه یې مساوي، درې یې بایللي او په ۳۵ نمرو جدول کې لومړۍ لوبډله ده.

ریال مادرید بیا په جدول کې دویمه لوبډله ده چې ۱۶ لوبې یې کړي، لس یې ګټلي، ۵ یې مساوي کړي او یوه لوبه یې بایللې ده.

د الکلسیکو سیالۍ د لومړي ځل لپاره ۱۹۰۲ زېږدیز کال کې پیل شوي چې تر اوسه یې په لالیګا او نورو لیګونو کې په مجموعي ډول ۲۷۵ سیالۍ کړي دي.

په دې کې ۱۱۹ بارسلونا او ۹۹ ریال مادرید ګټلي دي او پاتې ۶۱ لوبې مساوي پای ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG