د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست پر ټاکنو ١۴٥ميليون ډالر لګښت راځي


د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په میاشت کې کیږي
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په میاشت کې کیږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به له بایومیتریک سیستم څخه کار واخیستل شي.

د انتخاباتو کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د میزان شپږمې لپاره، چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي خپل عملیاتي، تخنیکي او مدیریتي چمتووالی نیسي"

حق پرست زياته کړه په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کیږي او "د بودیجې په مورد کې له نړیوالې ټولنې سره موږ تفاهم ته رسیږو". د ښاغلي حق پرست په وینا په ټوله کې د جمهوري ریاست پر ټاکنو ١۴٥میليون ډالر لگښت راځي چې شل فیصده يې د افغان حکومت او پاتې يې ملګري ملتونه ورکوي.

اوسمهال په ټول افغانستان کې د رای ورکونکو تقویتي نوم لیکنه روانه ده ې د انتخاباتو د کمیسیون پر وینا ۷۰ زره تنو خپل نومونه لیکلي دي.

د انتخاباتو کمیسیون د ویاند مرستیال زیاته کړه چې کميسیون هڅه کوي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو تیروتنې تکرار نه شي.

له آزادو او عادلانه ټاکنو څخه د څار موسسې "فیفا" په دې اړه امریکا غږ ته وویل:

"هغه توقع او تمه چې موږ لرو د ښو ټاکنو لپاره، چې ستونزې پکې نه وي، منازعه پکې نه وي، خلک ښه ګډون وکړي، شفافې وي، کارکوونکي او د ټاکنو مسولین له دغه وضعیت نه په ښه توګه راووځي موږ ډیر باوري نه یو".

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د مهالویش له مخې به د جمهوري ریاست انتخابات د روان لمریز کال د میزان په شپږمه نیټه ترسره شي او ٣٥ زره مرکزونه به فعال وي.

XS
SM
MD
LG