د لاس رسي وړ اتصالات

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي بهیر رسماً پيل شو


نن شنبه د «غبرګولې پر ۱۸مه» د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي بهیر رسماً پيل شو.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، دغه بهیر چې د ولایتونو په مرکزونو او لسوالیو کې پيل شوی د سرطان میاشتې تر اتمې نېټې به دوام ولري.

د ټاکنو کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستاني نن شنبه د «غبرګولې پر ۱۸مه» په کابل کې د دغه بهیر د پیل د مراسمو پر مهال وویل:"دغه پروسه نن د غبرګولې له۱۸ مې نټې بیا د سرطان تر ۸ نېټې د سهار له اتو بجو بیا د ماذدیګر تر څلورو بجو د ښار او ولسوالیو په مرکزونو کې پيلېږي."

د نوم لیکنې دا تقویتي بهیر پر داسې مهال پیلېږي چې تېر کال هم ګڼو افغانانو د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه ټول هغه کسان چې مخکې د نوم لیکنې له بهیر څخه پاتې شوي و، یا یې نوی قانوني سن پوره کړی وي او یا هم په دې وروستیو کې هېواد ته راګرځيدلي وي کولای شي نوم لیکنه وکړي.

اغلې نورستاني زیاته کړه چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نوم لینکې لپاره ۶۷۹ مرکزونه خلاص شوي چې ۲۴۷ یې یوازې په غزني ولایت کې دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرۍ وویل، په غزني کې پر تذکرو مخکني وهل شوي سټېکرونه باطل دي او باید ټول کسان پر خپلو تذکرو نوي سټېکرونه ووهي.

نوموړې د معلوماتو له‌مخې د نوم لیکنې پر یاد بهیر ۲۳ میلیونه ډالر لګښت راځي.

یاده نوم لیکنه پر داسې مهال پيل شوه چې ټاکل شوې د روان کال د مېزان میاشتې پر ۶مه نېټه ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.

مخکې ټاکل شوې وه چې د ولایتي شوراګانو او غزني پارلماني ټاکنې هم له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره شوي وای، خو د ټاکنو کمېسیون روانه میاشت اعلان وکړ چې د وخت او امکاناتو د کموالي له امله نشي کولای یادې دوې ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG