د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۶۵۰۰ انتخاباتي شکایتونو څیړل پیل شول


د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه د شکایتونو د ثبتولو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته، د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د دغو شکایتونو څیړل پیل کړل.

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون مشرې زهره بیان شینواري د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۲۶مه (مرغومي ۵مه) خبریالانو ته وویل، د انتخاباتو د قانون په اساس د چهارشنبې د ورځې په ماښام د شکایتونو د ثبت لړۍ پای ته ورسېدله او نن د دغه کمېسیون ولایتي دفترونو د ثبت شویو شکایتونو څیړل، ارزول او دسته بندي پیل کړې ده.

آغلې شینواري زیاته کړه: "زموږ همکاران په مرکزي دفتر کې شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي، البته د ټول هیواد په کچه. د ټولو ثبت شویو شکایتونو له ډلې شاوخوا ۱۴۲۰۰ یې د ۳۳ ولایتونو پورې تړاو لري او شاوخوا ۲۳۰۰ شکایتونه او اعتراضونه د کابل په دفتر کې ثبت شوي دي".

د هغې پر وینا، د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ۸۰۰۰، د حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیم شاوخوا ۴۴۰۰، د غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ډلې څه باندې ۳۰۰۰ او د نبیل په رهبرۍ د امنیت او عدالت ټکیټ ۱۵ شکایتونه ثبت کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون په اساس، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونه مکلف دي، چې په ۱۵ ورځو کې ثبت شوي شکایتونه وڅیړي او نتیجه یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG