د خلیج همکاریو شورا په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو حقونو ته په درناوي او له افغانانو سره د نړیوالو د بشري مرستو په تداوم ټېنګار کړی دی.
د خلیج شورا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د «ښځو د تعلیم او کار د حق په تضمین، د اقلیتونو په ساتنې، او دا چې د افغانستان خاوره به د هېڅ یوې ترهګرې ډلې له لوري او یا د نشه يي توکو د قاچاقو لپاره نه کارول کېږي» ټېنګار کړی دی.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل او له شپږم ټولګیو څخه ورپورته یې د نجونو په تعلیم او کار بندیزونه او په ښځو یې محدودیتونه ولګول.
ملګري ملتونه له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت په اساس تبعیض (جنسیتي اپارتاید) بولي او د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندې لپاره یې یو شرط دا ایښی چې طالبان باید د ښځو او بشر حقونو ته درناوی وکړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو او اړیکو د عادي کولو په اړه به هر ډول اقدام د هغوی د چال چلند او اعمالو پورې تړلي وي.
طالبان په دې اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي او وايي چې د شرعي احکام په اساس د افغانستان د خلکو حقوق ورکول کېږي.
د خلیج د همکاریو شورا په اعلامیې کې همدغه راز د «افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د امنیت او ثبات د بیا احیا کولو» ټېنګار شوی او ویل شوي دي چې د افغانانو یوه لویه هیله ده.
دغې شورا له افغانستان سره د شورا د غړو هېوادونو د بشري مرستو ستاینه کړې او له افغانانو سره یې د نړیوالو د بشري، اقتصادي او انکشافي مرستو دوام حیاتي بللی دی.
فورم \ دبحث خونه