د لاس رسي وړ اتصالات

په پنجشیر کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ 'جګړه دوام' لري 


په پنجشیر ولایت کې د سیلابونو له راوتلو او د طالبانو د اکمالاتي لارو له بندیدو سره جوخت سیمه ییزو سرچینو د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د ځواکونو د سختو بریدونو او د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د څو کلیو د نیولو خبر ورکړی، خو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د هر ډول نښتې راپور رد کړی دی.

په پنجشیر کې مقاومت جبهې ته نږدې دوو سرچینو د دوشنبې په ورځ اګسټ ۱۵ (زمري ۲۴) امریکا غږ ته وویل چې «قوماندان ملک خان» له خپلو ملګرو سره نن سهار وروسته له هغه د طالبانو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې د عبدالله خېل درې مواصلاتي لار د سیلابونو د راوتلو په وجه بنده شوې ده.

ملک خان د طالبانو له پخوانیو قوماندانانو څخه و چې په دې وروستیو کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت له جبهې سره یو ځای شوی او اوسمهال په پنجشیر کې د دغې جبهې د یو "مرکز" مشري کوي.

سرچينه ادعا کوي، چې طالبان د دره ولسوالۍ له خواجه کلي او عبدالله خېل درې له بازار څخه په شا شوي او اوس د دې درې په "ارغنج" سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې په عبدالله خېل کې د نښتو له زیاتېدو وروسته طالبانو دغه ځای ته نور ځواکونه لېږلي چې هغوی هم په لاره کې له کمین سره مخامخ شوي دي.

هغه زياته کړه: "تېره شپه سخت سېلاب راووت او ټوله لاره يې ويجاړه کړه. اوس د دره ولسوالۍ له مرکز څخه د عبدالله خېل تر درې پورې غځېدلې لاره بنده ده، د جګړې په دوام کې د طالبانو مرستندويان په پښو د عبدالله خېل پر لور روان شوي چې د لارې په اوږدو کې له کمین سره مخامخ شوي."

دا په داسې حال کې دي چې داسې رپوټونه خپاره شوي چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د دې درې په ځینو برخو کې د مقاومت د جبهې د ځواکونو د له منځه وړلو په موخه تصفیوي عملیات پیل کړي چې دغه نښتې د سختو بارانونو له امله بندې شوې وې.

یوې بلې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله امریکا غږ ته وویل چې دوه ورځې وړاندې په نښتو کې د طالبانو دوه رینجر موټر د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې له منځه وړل شوي او طالبانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

دغې سرچینې ادعا کړې، چې په دغو نښتو کې تر ۲۰ ډېر طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان شوي دي. په دې جګړه کې بل لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې کره شمېره يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

امریکا غږ تر اوسه نده توانیدلې چې په خپلواکه توګه دغه ادعاوی تائید کړي.

طالبانو او د مقاومت جبهې تل د دواړو لورو ترمنځ په جګړو کې د خپلو ځواکونو مرګ ژوبله پټه کړې او چارواکو یې په اړه رسنیو ته له جزیاتو ورکولو ډډه کړې ده.

په دې ترڅ کې د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې هر ډول جګړه رد کړه او هغه یې بې اساسه وبلله.

ښاغلي صدیق امریکا غږ ته وویل: "په دره [ولسوالۍ] کې د جګړې بحث نشته او د مرګ ژوبلې او د سړک غاړې ماینونو خبرې په بشپړه توګه درواغ او ګنګوسي دي."

په همدې حال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال او د مقاومت د جبهې یو مشر امرالله صالح ویلي دي چې د دغې جبهې د ځواکونو له خوا د پلان شویو عملیاتو په نتیجه کې په لسګونو تنه «وسله وال طالبان» نیول شوي دي.

ښاغلي صالح په دې اړه نور معلومات په ځانګړي ډول د مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا د طالب جنګیالیو د نیول کېدو د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو په خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي دي چې د دغه راپور جزیات به وروسته خپاره شي.

XS
SM
MD
LG