د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: ارمنستان سره د ازربایجان مبارزه لا ختمه نه ده 


د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ‌ دسبمر‌ ۱۰ (لیندۍ ۲۰) له آربایجان څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې ارمنستان سره د باکو مبارزه لا ختمه نه ده او په وینا یې دغه مبارزه به په نورو ابعادو کې دوام وکړي.

اردوغان د ازربایجان پلازمینې باکو ته په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و چې پرارمنستان باندې د آزربایجان د بریا د نمانځلو لپاره جوړ شوي وو.

ترکیې په دغه جګړه کې چې د سپتمبر په وروستیو ورځو کې د قره باغ په غرنۍ سیمه کې پیل شوې وه له آزربایجان څخه ملاتړ کړی و.

د قره باغ په سیمه کې د ارمني بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د آذربایجان دغه بریا اردوغان لپاره یوه مهمه جغرافیایي سیاسي کودتا وه چې په سیمه کې د ترکیې رول په ډاګه کوي. هغه سیمه چې د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ لاندې سیمه بلل کیده.

د آربایجان اردو د یو پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې هغه وسلې نندارې ته کیښودې چې په همدغو جګړو کې یې د ارمني ځواکونو څخه تر لاسه کړې وې.

اردوغان چې په دغه مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، په خپلو خبرو کې وویل: «مونږ نن دلته یو چې دغه لویه بریا ولمانځو. د دغو اشغالو شویو ځمکو بیرته نیول په دې معنی نه دي چې ګینې مبارزې ختمې شوې، دغه مبارزې چې په سیاسي او نظامي توګه تر سره شوې، لا هم به په نورو ډولونو ادامه ولري.»

د آذربایجان ولسمشر الهام علییوف په دغې نمانځغونډې کې وویل چې په دغو مراسمو کې «د اردوغان برخه اخیستل ټولې نړۍ ته د ترک او آزربایجان ملتونو ترمنځ‌ کلکه ملګرتیا ښيي.»

په دغو مراسمو کې د آزربایجان ۳۰۰۰ سرتیرو سربیره ۲۷۸۳ ترکي سرتیرو هم برخه اخیستې وه. همداراز د ترکیې د کماندو یوې قطعې هم په رسم ګذشت کې برخه درلوده.

آزربایجان او ارمنستان تیره میاشت د روسیې په منځګړتوب شوی اوربند امضا کړ او په دې توګه یې د تیرو ۶ اونیو څخه پیل شوې جګړې ته د پای ټکی کیښود.

هغه جګړه چې په زرګونو کسان پکې مړه او شاوخوا ۱۰ زره نور خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.

XS
SM
MD
LG