د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: روسیې څخه د اس-۴۰۰ دفاعي سیستم د پیرلو تصمیم ندی بدل شوی 


د روسیې د میزایلو د اس-۴۰۰ دفاعي سیستم
د روسیې د میزایلو د اس-۴۰۰ دفاعي سیستم

د ترکي رسنیو د رپوټونو له مخې د ترکیې ولسمشر ویلي دي چې د روسیې څخه د میزایلو د اس-۴۰۰ دفاعي سیستم د پیرلو په اړه د ترکیې تصمیم ندی بدل شوی او دا یوه ترسره شوې معامله ده.

رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۵) سربیره پر دې وویل چې د واشنګټن سره د اف-۱۶ جنګي جت الوتکو او سامان الاتو په اړه هم خبرې روانې دي.

متحده ایالاتو د ناټو تړون د غړي هیواد ترکیې پر دفاعي صنعت باندې د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت پدې خاطر بندیزونه ولګول چې له روسیې څخه یې د میزایلو اس-۴۰۰ دفاعي سیستم اخیستی دی.

امریکا همداشان انقره د اف-۳۵ جنګي جت الوتکو د جوړولو او اخیستلو له پروګرام څخه وایستله، خو انقره وایي دا کار غیر منصفانه دی.

د خبر ترک رسنۍ د ښاغلي اردوغان له قوله چې په بروکسل کې د ناټو تړون له غونډې بیرته هیواد ته ستنیده ویلي چې هغه له واشنګټن سره د اف-۱۶ نویو جنګي جت الوتکو او د عصري وسایلو د اخیستلو په هکله د مثبتو خبرو هیله لري چې ژر به نتیجه ورکړي.

ښاغلي اردوغان همداشان هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې امریکایي چارواکو په غیر رسمي توګه د ترکیې سره اوکراین ته د اس-۴۰۰ دفاعي سیستم د استولو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر همداشان ویلي دي چې د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون او د ایټالیا د صدراعظم ماریو دراغي سره یې په یوه غونډه کې د سمارت-ټي په نامه د میزایلو د دفاعي سیستم د اخیستلو پر سر هم خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG